د بيګ باش ليګ کې نن د افغانستان د مخکښو ورو توپ اچونکو راشد خان او مجيب الرحمان لوبډلې مېدان ته کوزېږي.
د بيګ باش ليګ ١٣مه لوبه د بريسبين هيټ او اډيليډ سټرايکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې دا لوبه به د افغانستان په وخت ١٢:٤٥ بجې پيل شي.
اډيليډ سټرايکرز تر دې مخکې ٣ لوبې ترسره کړې دي، چې ١ بريا يې خپله کړې ده او په ٢ لوبو کې له ماتې سره مخ شوې ده، همدا راز بريسبين هيټ بيا ٢ لوبې ترسره کړې دي، خو کومه بريا يې نه ده ترلاسه کړې.
راشد خان په ٣ واړه لوبو کې لوبېدلى دى، چې ٣ ويکټې يې ترلاسه کړې دي، همدا راز په توپوهنه کې هم بيا نه دى ځلېدلى.
مجيب الرحمان بيا په يوه لوبه کې برخه اخيستې ده، چې په ٤ اورونو کې يې د ٢٧ منډو په بدل کې ١ ويکټ ترلاسه کړې ده.
د بيګ باش ليګ په تېر پړاو کې بريسبين هيټ او اډيليډ سټرايکرز دوه لوبې ترسره کړې وې، چې په لومړۍ لوبه کې بريسبين هيټ د ٧ ويکټو په توپير او په دويمه لوبه کې اډيليډ سټرايکرز د ١٠ ويکټو په توپير بريا خپله کړې وه.
د يادولو وړ ده چې په بيګ باش ليګ کې تر دې مهاله پورې هوبارټ هوريکنز زياتې برياوې ترلاسه کړې دي، دې لوبډلې ٤ لوبې ترسره کړې دي چې ٣ لوبې يې ګټلي او د ١١ نومرو سره په جدول کې لومړى مقام لري، همدا راز ميلبورن سټارز بيا په ٣ لوبو کې ٢ برياوې خپلې کړې دي او ١٠ نومرې لري، سډني سيکسرز هم په ٣ لوبو کې دوه برياوې خپلې کړې دي او ٨ نومرې لري او سډني تنډر هم په ٣ لوبو کې ٢ برياوې خپلې کړې دي او ٧ نومرې لري.