کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستانى ملا شيراني: اسراييل دې ومنل شي، د اسلام په رڼا کې ورسره اړيکې روا دي
مولانا شيراني

پاکستانى ملا شيراني: اسراييل دې ومنل شي، د اسلام په رڼا کې ورسره اړيکې روا دي

د پاکستان يو مذهبي مشر مولانا شيراني په خپل يو وروستي بيان کې ويلي دي، چې اسراييل بايد تسليم شي او له اسراييل سره د اړيکو جوړول هغه د قرآن کريم د يو ايت په رڼا کې روا هم ګڼلي دي.

د پاکستان حکومت په پاسپورټ اسراييل ته څوک نه شي تللى او د پاکستان حکومت په وار وار دا خبره کوي، چې دوى اسراييل نه مني، خو ځينې حقايق نور څه وايي.

د راپورونو په وېنا، د پاکستان پخواني ولسمشر او د پوځ مشر جنرال ضيا الحق د اسراييلو په پوځ کې دنده ترسره کړې ده او همدا راز پاکستان په بېلا بېلو وختونو کې له اسراييل سره پټې اړيکې ساتلې دي.

اوس تازه مولانا شيراني ويلي دي، چې د اسراييل تسليمول يوه نړيواله مسئله ده او زه د دې په حق کې يم چې پاکستان دې اسراييل ومني. نوموړي په خپلو خبرو کې د قرآن کريم د سورة مايده د يو ايت حواله هم ورکړې ده او د هغې له مخې يې د اسراييل سره د اړيکو جوړول روا ګڼلي دي.

مولانا شيراني په مذهبي چارو کې د پاکستان د سترې مذهبي ادارې اسلامي نظرياتي کونسل سلاکار هم پاتې شوى دى او د پاکستان د پارلمان غړى هم پاتې شوى دى.

د وي او اې ډيوه وېبپاڼې د يوې ليکنې په وېنا، چې ځينو سياسي شنونکو ورته ويلي دي، چې د مولانا شيراني دا خبرې ناڅاپي نه دي، بلکې دا د يو پلان له مخې شوې دي، تر څو حکومت د ولس غبرګون معلوم کړي، چې له اسراييل سره د اړيکو جوړولو په برخه کې څه وايي.

دغه سياسي شنونکو ويلي دي، چې د پاکستان حکومت او استخباراتي ادارې له ډېر وخت راهيسې د اسراييل سره پټې اړيکې لري او د عربي هېوادونو له اسراييل سره تر اړيکو وروسته، دوى هم غواړي چې اسراييل ومني او خپلې سفارتي اړيکې ورسره جوړې کړي.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …