کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ظاهر خان له لوبډلې سره يو ځاى او تمرينات يې پيل کړل
ظاهر خان

ظاهر خان له لوبډلې سره يو ځاى او تمرينات يې پيل کړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چينامېن توپ اچونکى ظاهر خان چې دوه ورځې وړاندې يې ٢٢مه کليزه وه، په اسټراليا کې د خپلې لوبډلې سره يو ځاى شوى او تمرينات يې پيل کړي دي.

ظاهر خان که څه هم د محمد نبي، مجيب الرحمان او نور احمد لکڼوال سره يو ځاى اسټراليا ته تللى دى، خو تراوسه پورې له خپلې لوبډلې سره نه و يو ځاى شوى.

له ظاهر خان پرته نورو ټولو لوبغاړو په بيګ باش کې لوبې ترسره کړې دي، خو ظاهر خان تراوسه پورې په کومه لوبه کې برخه نه ده اخيستې.

ظاهر خان چې سږکال په بيګ باش ليګ کې د ميلبورن سټارز لوبډلې سره لوبېږي، تازه له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شوى دى.


ميلبورن سټارز د ظاهر خان يو عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى او ورته يې ليکلي دي، چې مخکې يې له بريسبين هيټ سره و او اوس د ميلبورن سټارز لوبډلې سره دى.

په ټويټر کې د ميلبورن سټارز لوبډلې ظاهر خان ته هرکلى ويلى دى.

د يادولو وړ ده چې ميلبورن سټارز تراوسه پورې ٣ لوبې ترسره کړې دي، چې ٢ لوبو کې يې بريا خپله کړې او ١ لوبه يې بې پايلې پاى ته رسېدلې ده، ١٠ نومرې لري او په جدول کې دويمه لوبډله ده.

ميلبورن سټارز لوبډله خپله راتلونکې لوبه د د سډني سيکسرز سره د دسمبر په ٢٦مه نېټه ترسره کوي او هيله شته چې ظاهر خان به په دغه لوبه کې ولوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عبدالمالک

افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته ١٧ منډې هدف وټاکه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په دويمه پاڼۍ کې ١٣٥ منډې …