کورپاڼه / خبرونه / هندي کرکټر يوژيندرا چاهل له مشهورې يوټيوبرې سره واده وکړ
يوژيندرا چاهل او دناشري ورما

هندي کرکټر يوژيندرا چاهل له مشهورې يوټيوبرې سره واده وکړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې مشهور ليګ سپينر توپ اچونکي يوژيندرا چاهل د يوټيوب مشهورې يوټيوبرې او کوريوګرافرې دناشري ورما سره واده وکړ.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، يوژيندرا چاهل د ٢٠٢٠ کال په اګست مياشت کې د دناشري ورما سره کوژده کړې وه او پرون ورځ يې واده وکړ.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د دواړو واده د هند په ګروګرام ښار کې وشو، چې يوازې د کورنۍ غړو او همدا راز نږدې ملګرو پکې ګډون کړى و.

يوژيندرا چاهل د خپل واده عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې هم خپاره کړي دي، چې د نورو خلکو تر څنګ د هند مشهورو کرکټرانو هم ورته مبارکي ورکړې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Yuzvendra Chahal (@yuzi_chahal23)


د يادولو وړ ده چې يوژيندرا چاهل د هند لپاره ٥٤ نړيوالې يو ورځنۍ او ٤٥ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړى په دې وروستيو کې د اسټراليا پر وړاندې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ولوبېده، چې په ٣ لوبو کې يې ٤ ويکټې ترلاسه کړې.

هغه په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٩٢ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٥٩ ويکټې ترلاسه کړې دي. يوژيندرا چاهل په هند تجارتي ليګ کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لپاره لوبېږي.

د يوژيندرا چاهل مېرمن دناشري ورما په اصل کې ډاکټره ده، خو د يوټيوب لپاره ويډيوګانې جوړوي او په يوټيوب د هغې د کوريوګرافۍ ويډيوګانې ډېر مينه وال لري او تر ٢ ميليونو څخه زيات سبسکرايبرز لري.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد شهزاد ابوظهبي ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد په ابوظهبي ټي …