کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ لړۍ موبايلونو د بيو معلومات خپاره شو
سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ الټرا ٢

د سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ لړۍ موبايلونو د بيو معلومات خپاره شو

د سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ لړۍ موبايلونو په اړه ويل کېږي چې د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په مياشت کې به بازار ته وړاندې شي. د ګليکسي ايس ٢١ لړۍ کې د ګليکسي ايس ٢١ فايو جي، ګليکسي ايس ٢١ پلس فايو جي او ګليکسي ايس ٢١ الټرا فايو جي موبايلونه شامل دي.

د سامسنګ د دې نويو موبايلونو ځينې معلومات يو شمېر وېبپاڼو راويستلي او خپاره کړي و، خو په تازه راپورونو کې د موبايلونو د بيو په اړه هم معلومات ځينو وېبپاڼو ترلاسه کړي او خپاره کړي دي.

سامسنګ ګليکسي ايس ٢١

د راپور په وېنا، ګليکسي ايس ٢١ فايو جي موبايل به ١٢٨ جي بي او ٢٥٦ جي بي ځاى ولري، چې په اروپا کې به د دواړو موبايلونو بيې ٨٤٩ او ٨٩٩ يورو وي.

دا موبايلونه به په څلور رنګونو کې بازار ته وړاندې شي، خو دا هم ويل کېږي چې د ګليکسي ايس ٢١ موبايل چې د ميموري کارټ ځاى ونه لري، ٥٠ يورو به تر نورو ارزانه وي.

سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ الټرا

د سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ پلس فايو جي به هم په اروپا کې په ١٢٨ جي بي او ٢٥٦ جي بي کې وړاندې شي، چې ١٠٤٩ او ١٠٩٩ يورو بيې به ولري. دا موبايل به په درې رنګونو کې بازار ته وړاندې شي.

سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ الټرا ١

د ګليکسي ايس ٢١ الټرا فايو جي موبايل په اروپا کې په ١٢٨ جي بي، ٢٥٦ جي بي او ٥١٢ جي بي کې بازار ته وړاندې کېږي، چې بيې به يې ١٣٤٩، ١٣٩٩ او ١٥٢٩ يورو وي.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …