د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى، چې شاوخوا څه کم دوه کاله يې کېږي، د کرکټ بورډ عمومي رييس ټاکل شوى، کرکټ ورځ تر بلې د تباهۍ پر لور روان دى.
د فرهان يوسفزي کرکټ بورډ ته د عمومي رييس په توګه له راتګ وروسته هغه کارونه چې د نوموړي په وخت کې ترسره شوي دي، موږ راغونډ کړي او تاسې سره يې په لاندې ليسټ کې ټول خپروو.
- فرهان يوسفزى د کرکټ سره هېڅ بلدتيا نه لري.
-
د افغانستان په رسمي ژبو کې څوک په خبره نه شي پوهولى.
-
په خپل شخصي کاروبار کې مصروفه وي او کرکټ بورډ ته ډېر نه ځي.
-
په اداره کې يې تر ٧٠ زيات خپل کسان پيراشوټي ګمارلي.
-
په کرکټ بورډ کې تخنيکي کسان يا خو په يوه او بله بهانه وويستل شو، يا دندې پرېښودو ته مجبوره شو او يا يو طرف ته شو.
-
نوى اجراييوي رييس هېڅ واک نه لري.
-
د ادارې ټولې چارې يې خپلو درې څلورو کسانو ته سپارلي.
-
پخواني سلاکار او مرستيال يې د کرکټ بورډ په مرسته امريکا ته ځان او کورنۍ ورسوله.
-
د افغانستان ملي لوبډله د ټېسټ لوبډلو درجه بندۍ څخه بهر شوه.
-
د نړيوالو شل اوريزو لوبو درجه بندۍ کې د افغانستان لوبډله له ٧م مقام څخه ٩م مقام ته لاړه.
-
په ٢٠٢٠ کال کې د ايرلېنډ سره د ٣ لوبو پرته افغانستان هېڅ نړيواله لوبه ترسره نه کړه.
-
په ٢٠١٨ کال کې د اى سي سي له لوري افغانستان ته ورکړل شوې لوبې هم له نامعلوم برخليک سره مخ دي.
-
اسټراليا يوازينۍ ټېسټ لوبه وځنډوله او د هند سره په راتلونکي کال مارچ مياشت کې سيالۍ هم ځنډېدلي دي.
-
د ميليون جام ليګ چې په لويه کچه ترسره کېدونکى و، مخه يې ونيول شوه.
-
د افغانستان غوره ليګ چې د ترسره کېدو اعلانونه خو يې کېږي، خو په اړه يې هېڅ پرمختګ نه ليدل کېږي.
-
کرکټ بورډ ته له راتګ سره سم يې مافيايي لوبغاړو ته بېرته هر څه وروسپارل.
-
له رسنيو څخه تل عادي معلومات هم پټ ساتل کېږي.
-
تراوسه پورې له هېڅ يوې نړيوالې لوبډلې سره يې سيالۍ برابرې نه کړاى شوې.
-
تراوسه پورې د افغانستان ملي لوبډلې مېن سپانسر پېدا نه کړ.
-
د کرکټ د پرمختګ او ودې لپاره تراوسه پورې هېڅ پلان نه ليدل کېږي.
ليکوال : بېدار افغان