کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې ستاسو د ویښتانو د تویېدو سبب کېږي

هغه خوراکي توکي چې ستاسو د ویښتانو د تویېدو سبب کېږي

ویل کېږي چې ښه او ځواکمن ویښتان د نارینه او ښځینه دواړو لپاره ډېر اړین وي، چې په دې برخه کې د قیمت بیه توکو د استعمال اړتیا نه لېدل کېږي، بلکې زموږ د پوستکی روغتیا زموږ په خوراکي توکو او مجموعي روغتیا پورې اړه لري. خو په عام ډول داسې ویل کېږي، چې د ویښتانو توئېدل د ذهني فشار په سبب سره رامنځته کېږي، چې دا او دې ته ورته خبرې سمې نه دي. روغتیایي کارپوهان وایي، چې ځینې خوراکي توکي داسې وي، چې د ویښتانو د توئېدو سبب ګرځي.

هغه خوراکي توکي چې د ویښتانو د توئېدو سبب کېږي په لاندې ډول سره بیانېږي:

بوره:

د بورې استعمال د ویښتانو لپاره په هغه اندازه زیانمن وي، لکه څومره چې د انسان د مجموعي روغتیا لپاره تاواني ګڼل کېږي. د څېړنو له مخې معلومه شوې، هغه کسان چې د شکر په ناروغۍ اخته وي ویښتان یې ډېر ژر توئېږي. نو که چېرته پخپلو خوراکي توکو کې ډېره بوره کاروئ، همدا نن یې پرېږدئ.

الکول:

ویښتان په عموم کې له هغه پروټینو څخه جوړېږي، چې کیریټین یې بولي. ویل کېږي چې کیریټین د ویښتانو په جوړښت کې مرستندویه تمامېږي، خو کله چې الکول استعمالوو، نو ویښتان مو کمزوري کېږي او د توئېدو سبب یې ګرځي.

یخ یا ساړه څښاک:

ویل کېږي چې په یخو یا سړو څښاکو کې په مصنوعي توګه خوږوالی وي، چې اسپارټیم ورته ویل کېږي. د یوې څېړنې له مخې ثابته شوه، چې ذکر شوي توکي پر ویښتانو اغېزمن تمامېږي، نو که چېرته له ورته ستونزې سره مخ یئ، نو له استعمال څخه یې ډډه وکړئ.

بازاري خواړه:

نن سبا په دې دور کې ماشوم، ځوان، سپین ږیری یعنې د هر عمر لرونکي اشخاص بازاري خواړه استعمالوي، چې نه یوازې د زړه په ناروغیو او چاغښت یې اخته کوي، بلکې ویښتانو ته یې هم ضرر اړوي او د توئېدو لامل یې ګرځي.

کبان:

ویل کېږي، چې د ځینو کبانو خوړل د ویښتانو د توئېدو لامل ګرځي او سبب یې دا ښایي چې له څو لسیزو څخه په ځینو کبانو کې ناروغۍ رامنځته شوي دي، نو د خوراک لپاره هغه کبان خوښ کړئ، چې د ویښتانو لپاره مو زیانمن تمام نه شي.

د خامې هګۍ سپین:

هګۍ د ویښتانو لپاره ډېر ښې ګڼل کېږي، چې خام خوراک یې ښه نه وي. ویل کېږي چې د خامو هګیو سپین د باییوټین د کمښت لامل ګرځي او باییوټین هغه ویټامین دي، چې کیریټین رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …