کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ په خالقداد نوري ٢ کلن بندېز ولګاوه
خالقداد نوري

کرکټ بورډ په خالقداد نوري ٢ کلن بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ په خالقداد نوري دوه کلن بندېز ولګاوه او د دوه کلونو لپاره يې له هغه څخه د روزونکي قرارداد هم واخيست.

د کرکټ بورډ يوې سرچينې خپلواک وېبپاڼې ته وويل، د افغانستان کرکټ بورډ پورې اړوند د امو زون مشر روزونکى خالقداد نوري د ادارې د ډسپلين يا انضباط قانون د ١٠مې مادې له دريمې فقرې او د ١٨مې مادې له اوومې فقرې د سرغړونې په پايله کې له دوه کلن بندېز سره مخ شوى دى.

ياده سرچينه وايي، چې خالقداد نوري په ليسټ اې سياليو کې د مس عينک زون لپاره د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوى و، خو هغه د لوبو تر وروستيو پورې لوبډلې ته نه و ورغلى او د روزونکي په توګه يې خپله دنده نه وه ترسره کړې.

همدا راز دا هم ويل شوي دي، چې خالقداد نوري د کرکټ بورډ د اجازې پرته بهر هېواد ته سفر کړى و. کرکټ بورډ وايي، هر هغه کس چې له کرکټ بورډ سره قرارداد لري، بهر هېواد ته له تګ مخکې بايد د کرکټ بورډ څخه اجازه ترلاسه کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ يوې سرچينې خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې د دغه سرغړونو له امله پر خالقداد نوري دوه کلن بندېز لګول شوى دى او هغه به ونه شي کولى، چې په راتلونکو دوه کلونو کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړي.

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …