کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبغاړي محمد شهزاد مور مړه شوه
محمد شهزاد ٥

د ملي لوبغاړي محمد شهزاد مور مړه شوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکي او ويکټ ساتونکي محمد شهزاد په کور د غم څپه راغله، د هغه مور نن مړه شوې ده.

محمد شهزاد چې په کابل کې دى او په راتلونکي ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې د دکن ګليډيټرز لوبډلې له لوري له ځان سره اخيستى دى، مور يې مړه شوې ده.

انا لله و انا اليه راجعون.

Stay strong #MS

Posted by CricDoor.com on Wednesday, December 23, 2020

محمد شهزاد ته نږدې کسانو دا خبر تاييد کړى دى، خو په دې اړه يې څه نه دي ويلي، چې د هغه مور چېرته ده او چېرته به خاورو ته سپارل کېږي.

د يادولو وړ ده چې د محمد شهزاد پلار په ٢٠١٦ کال کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.

د محمد شهزاد په اړه ويل کېږي، چې د هغه کور په پېښور کې دى او مور يې هم په پېښور کې ژوند کاوه، چې هماغلته به خاورو ته وسپارل شي.

٣٣ کلن محمد شهزاد يو وخت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له مخکښو توپوهونکو څخه و، خو په دې وروستيو کې نوموړى له يو کلن بندېز سره هم مخ شوى و. کله چې په ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې محمد شهزاد د ټپونو له امله بېرته افغانستان ته راولېږل شو، نو له رسنيو سره په خبرو کې په کرکټ بورډ او د هغه وخت لوبډلمشر ګلبدين نايب باندې تورونه پورې کړل، چې هغه ټپي نه دى او دوى ورسره عقديي چلند کړى، تر څو له لوبډلې يې بهر کړي.

وروسته د ډسپلين څخه د سرغړونې په تور په محمد شهزاد يو کلن بندېز هم ولګېده، چې څو مياشتې وړاندې ياد بندېز ل وخت مخکې فرهان يوسفزي ختم کړ. محمد شهزاد بېرته په شپږيزه کرکټ ليګ کې په لومړي ځل ولوبېده او اوس به د جنورۍ په مياشت کې په ټي ١٠ ليګ کې هم ولوبېږي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …