کورپاڼه / روغتيا / له بدن څخه د زخو د ختمولو یا لېرې کولو آسانه طریقه
زخې

له بدن څخه د زخو د ختمولو یا لېرې کولو آسانه طریقه

ویل کېږي، زخې د انسان د بدن په مختلفو برخو لکه مخ، غاړه او په نورو ځایونو کې راخېژي، چې هیڅوک یې نه خوښوي او هغه کس چې زخې پرې راختلي وي په ځانګړي توګه ښځې، له دا ډول حالت څخه ځورېږي.

که څه هم د زخو راختل کومه ځورونکې خبره نه ده، خو په مخ یا غاړه یې راختل ښه نه ښکاري، چې له ډېرو پخوا زمانو څخه د زخې د لېرې کولو لپاره له بېلابېلو لارو چارو څخه ګټه هم اخیستل کېږي، خو که چېرته د پتري یا بلیډ په وسیله کټ یا غوڅه شي، د دویم ځل لپاره بیا راختلی شي.

ویل کېږي چې پخوا وختونو کې به خلکو د خرو یا د آسونو له لکۍ څخه ویښته راواخیستل او د زخې پر شاوخوا به یې وتړل، چې بیا به یې څو ورځې وروسته په همدې ویښتانو زخه غوڅوله، چې نه به یې درد کاوه او نه به ترې وینه بهېده. خو اوسمهال له یوې داسې طریقې یا لارې څخه کار اخیستل کېږي، چې له درده پرته د زخو څخه خلاصون ممکنوي.

ددې لپاره چې دغه طریقه عملي یا پلي کړو، نو باید له ځان سره د مڼې سرکه (ایپل سیډر) او لږ غوندې مالوچ ولرو.

  • لږ غوندې مالوچ راواخلئ، چې اندازه یې د زخې له اندازې څخه ډېره نه وي، بیا همدغه مالوچ د مڼې په سرکه کې ککړ کړئ او پخپلې زخې یې کېږدئ او د یوې پټۍ یا د بنداژ په مرسته یې وتړئ.

د شپې پرمهال ذکر شوې کړنه ترسره کړئ بیا وېده شئ او د سهار پرمهال کله چې له خوبه پورته شوئ، په صابون یې پریمنځئ. دغه راز دا کار په ورځني ډول تر څلورو ورځو پورې تکرارئ.

ویل کېږي چې په دې سره به مو لومړی د زخې رنګ بدلون وکړي یعنې له خړ رنګ څخه به تور رنګ غوره کړي او بیابه وچه شي، چې له دریو یا څلورو ورځو وروسته به لېرې یا ختمه شي.

که څه هم په دې سره به په پوستکي کوم داغ پاتې نه شي، خو که بیاهم داغ پاتې شو، نو د الو ویرا د جوسو استعمال یې له منځه وړلی شي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …