کورپاڼه / د لوبو راپورونه / راشد خان ٢ ويکټې واخيستې او مجيب الرحمان ١٨ منډې وکړې
راشد خان او مجيب الرحمان

راشد خان ٢ ويکټې واخيستې او مجيب الرحمان ١٨ منډې وکړې

د بيګ باش په نننۍ لوبه کې راشد خان ٢ ويکټې ترلاسه کړې او مجيب الرحمان بيا ١٨ منډې وکړې، خو بريا د راشد خان لوبډلې ترلاسه کړه.

د بيګ باش ليګ ١٣مه لوبه د اډيليډ سټرايکرز او بريسبين هيټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې بريسبين هيټ پچه وګټله او لومړى يې د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اډيليډ سټرايکرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې مټ رينشا ٣٢، جوناتن ويلس ٣١، هيري نيلسين ٢٨ او پيل سالټ ٢٥ منډې وکړې. همدا راز راشد خان هم په ٥ توپونو ٩ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بريسبين هيټ له لوري زاوير برټليټ ٣، مارک سټيکيټي ٢ او جېک ويلدرموت ١ ويکټ واخيسته. مجيب الرحمان په ٤ اورونو کې ٢٧ منډې ورکړې، خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د ١٥١ منډو هدف په تعقيب د بريسبين هيټ لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٨ منډې وکړې او د ٢ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري جيمي پيرسون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ٦٩ ناسوځېدلې منډې يې وکړې، همدا راز ټام کوپير ٢٢ او مجيب الرحمان بيا ١٨ منډې وکړې.

د اډيليډ سټرايکرز له لوري ډېني بريګس ٣، راشد خان او پيټر سيډل ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جيمي پيرسون ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې د بيګ باش ليګ راتلونکې لوبه به د دسمبر په ٢٦مه نېټه ترسره شي، چې سډني تنډر او ميلبون رينيګاډز لوبډلې به پکې مخ شي. همدا راز په همدغه نېټه بله لوبه د سډني سيکسرز او ميلبون سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

انګلستان د نېوزیلېنډ لوبډلې ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه

د انګلستان او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ په تمریناتي یا وارم اپ لوبه کې انګلستان لوبډلې …