کورپاڼه / خبرونه / له بابر اعظم او امام الحق وروسته شاداب خان هم بهر شو
شاداب خان

له بابر اعظم او امام الحق وروسته شاداب خان هم بهر شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړى شاداب خان هم د نيوزيلېنډ پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبې څخه بهر شو، د هغه پر ځاى ظفر ګوهر په لوبډله کې اخيستل شوى دى.

د يادولو وړ ده چې تر شاداب خان مخکې، د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم او توپوهونکى امام الحق هم د لومړۍ ټېسټ لوبې څخه بهر شوي دي، دوى په ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې هم ګډون نه و کړى.

د دوى له ټپي کېدو وروسته، شاداب خان هم ټپي شوى دى.

د نيوزيلېنډ پر وړاندې په دريمه شل اوريزه لوبه کې په پښه کې درد پېدا شوى و. دغه لوبه کې پاکستان په ٤ ويکټو بريا خپله کړې وه.

د شاداب خان په اړه ويل کېږي، چې د پنجشنبې په ورځ به د هغه د پښې سکېن کېږي او له هغه وروسته به معلومه شي، چې په پښه کې يې څه مشکل دى او کله به بېرته لوبو ته راستنېږي.

د نيوزيلېنډ او پاکستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د دسمبر ٢٦مې څخه تر ٣٠مې نېټې پورې ترسره کېږي او د شاداب خان په ځاى په لوبډله کې ظفر ګوهل اخيستل شوى دى.

د يادولو وړ ده چې د بابر اعظم پر ځاى به په لومړۍ ټېسټ لوبه کې محمد رضوان د پاکستان لوبډلمشري په غاړه ولري.

دا هم ولولئ

اشرف غني او محمد نبي

اشرف غني له کپتان محمد نبي سره په ټیلیفون خبرې وکړې

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته …