کورپاڼه / روغتيا / آیا پیاز او هوږه د ټوخي او نزلې لپاره ګټور دي؟
هوږه او پياز

آیا پیاز او هوږه د ټوخي او نزلې لپاره ګټور دي؟

هیڅوک په هیڅ حالت نه غواړي، چې ټوله ورځ دې له زکام، ټوخي او تبې سره تېره کړي، خو دا او دې ورته ستونزې د موسم په بدلېدو سره رامنځته کېږي، چې د مخنیوی لپاره یې باید خپل دفاعي سیستم ځواکمن کړو، خو دغه کار یوازې په زیاته اندازه د ویټامین سي په ترلاسه کولو سره نه کېږي، بلکې ډېرو نورو خوړو او توکو ته هم پکې اړتیا پېښېږي.

ویل کېږي که څه هم مېوې او سابه په زیاته اندازه غذایي توکي او د روغتیا لپاره ګټې لري، خو ځینې نور توکي هم شتون لري، چې خوړل یې له زکام او نورو موسمي ناروغیو مخنیوی کوي.

هغه مېوې استعمال کړئ، چې تېز رنګونه لري:

ویل کېږي چې په ځینو مېوو او سابو لکه چغندر یا لبلبو، آمونه، شفتالو او نورو کې د بیټا کیروټین په نامه ماده شتون لري، چې بدن ته په داخلېدلو سره په ویټامین ای بدلېږي. چې بیا زموږ په پوزه کې موجود (میوکوسل کایننګ) او سږي د میکروبونو په وړاندې ځواکمنوي.

په خوراکي توکو کې د پیاز او هوږې استعمالول:

پیاز او هوږه دواړه د روغتیا لپاره پخپل جوړښت کې ډېرې زیاتې ګټې لري. ویل کېږي چې په یادو شوو توکو کې داسې غوړ شتون لري، چې بدن له میکروبونو یا بکټریاوو څخه خوندي ساتي.

کار وکړئ یا فعالیتونه ترسره کړئ:

ویل کېږي چې د ژمي په موسم کې په یو نه یو ډول ځان مصروف کړئ یاهم ځینې فعالیتونه ترسره کړئ. ویل کېږي چې په فعال اوسېدلو سره زموږ په وینه کې سپین کرویات رامنځته کېږي، چې بیا همدغه کرویات د ناروغیو مخنیوی کوي.

ډېرې زیاتې اوبه وڅښئ:

ویل کېږي چې د بدن د اوبو اندازه برابره ساتل ډېر اړین وي. دا یوه داسې مشوره ده چې د تل لپاره ګټوره تمامېږي او په دې سره زموږ بدن دې ته تیارېږي چې د ناروغیو په وړاندې وجنګېږي او ترې و مو ژغوري.

Loading...

دا هم ولولئ

کدو

د کدو د جوسو د استعمال پنځه حیرانوونکې ګټې

د شین رنګه سبزیجاتو له جملې څخه یو هم کدو دی، چې په طبیعي ډول …