کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټي ١٠ ليګ: ټيم ابوظهبي نجيب الله ځدراڼ واخيست
نجيب الله ځدراڼ

ټي ١٠ ليګ: ټيم ابوظهبي نجيب الله ځدراڼ واخيست

په ابوظهبي لس اوريزه ليګ کې نجيب الله ځدراڼ د افغانستان اووم لوبغاړى دى، چې واخيستل شو، نوموړى د ټيم ابوظهبي له لوري واخيستل شو.

دا د ټيم ابوظهبي دويم افغان لوبغاړى دى، تر نجيب الله ځدراڼ مخکې يادې لوبډلې د افغانستان چټک توپ اچونکى نوين الحق هم اخيستى دى.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ښى لاسى توپوهونکى نجيب الله ځدراڼ، چې ٢٧ کاله عمر لري، په مډل ارډر کې توپوهنه ترسره کوي او د افغانستان ملي لوبډلې له مهمو توپوهونکو څخه دى.

نوموړي د افغانستان لپاره ٦٧ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٠ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ١٥٨٦ او ٩٧٦ منډې يې ترلاسه کړې دي.

نجيب الله ځدراڼ په دې وروستيو کې په کارابين پريمئير ليګ کې د سينټ لوسيه زوکس لوبډلې لپاره لوبېدلى و، خو له هغه ځايه چې بېرته راستنېده، نو شپږيزه کرکټ ليګ په وروستيو شېبو کې و او د هغه لوبډله له سياليو بهر شوې وه.

د يادولو وړ ده چې نجيب الله ځدراڼ اووم لوبغاړى دى، چې په ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې اخيستل کېږي، تر هغه مخکې نوين الحق، درويش رسولي، رحمان الله ګربز، محمد نبي، محمد شهزاد او قېس احمد هم د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي.

د يادولو وړ ده چې د ابوظهبي لس اوريزه ليګ د جنورۍ په مياشت کې پيلېږي او تر فبرورۍ مياشتې پورې به دوام وکړي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …