کورپاڼه / خپلواک / ويسټ انډيز د افغانستان پر وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړې
افغانستان او ويسټ انډيز

ويسټ انډيز د افغانستان پر وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړې

خپلواک وېبپاڼه (١٥ اکتوبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلې د نومبر او دسمبر په مياشت کې شل اوريزې، يو ورځنۍ او ټېسټ سيالۍ لري، چې دا به د افغانستان په کوربه توب په هند کې ترسره شي.

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د ټېسټ، يو ورځنيو او شل اوريزو سياليو لوبډلې نن اعلان کړې، چې په نومبر کې به د افغانستان سره په هند کې لوبې ترسره کړي.

د ويسټ انډيز په ١٤ کسيزه ټېسټ نوملړ کې جېسن هولډر (لوبډلمشر)، کرېګ بريتويټ، جان کېمپبيل، شاى هوپ، شيمرون هيټماير، روسټون چېس، شان دوريچ، جومېل وريکان، راهکيم کورنوال، کيمار روچ، شامار بروکس، سونيل امبريس، الزاري جوسيپ او کيمو پاول شامل دي.

افغانستان په نړيوال کرکټ کې نوى ريکارډ جوړ کړ

فرهان يوسفزى، د کرکټ بورډ قاطع مشر

هلمندۍ مېرمنې د کرکټ په اړه کتاب ليکلى

د ويسټ انډيز د يو ورځنيو پنځلس کسيزه نوملړ کې بيا کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، شاى هوپ، ايوين ليويس، شيمرون هيټماير، سونيل امبريس، نيکولاس پوران، برېنډون کنګ، روسټون چېس، جېسن هولډر، هايډين والش، خېري پيري، شيلډون کوټريل، کيمو پاول، روماريو شيپيرډ او الزاري جوسيپ شامل دي.

همدا راز د شل اوريزه نوملړ په برخه کې بيا کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، نيکولاس پوران، ايوين ليويس، برېنډن کنګ، شيمرون هيټماير، شيرفېن روترفورډ، جېسن هولډر، لينډل سيمونز، فابين الين، هايدڼ والش، خېري پيري، شيلډون کوټريل، دينيش رامدين، کيسريک ويليمس او الزاري جوسيپ شامل دي.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ د نومبر په پنځمه د هند په دهرادون کې پيلېږي. همدا راز د درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ بيا د نومبر په ١٣مه نېټه په دهرادون کې پيلېږي او يوازينۍ ټېسټ سيالي بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د نومبر له ٢٧مې تر دسمبر ١ نېټې پورې د هند په دهرادون کې ترسره کېږي.

د يادولو ده چې د افغانستان ملي لوبډله په بنګله دېش کې د بنګله دېش سره د يوازيني ټېسټ او له بنګله دېش او زمبابوې سره د درې اړخيزه شل اوريزه سيريز نه خپل هېواد ته له راستنېدو وروسته په شپږيزه کرکټ ليګ کې مصروفه ده، چې د شپږيزې کرکټ ليګ پايلوبه د اکتوبر په ١٨مه نېټه ترسره کېږي.

له هغه وروسته شايد چې د افغانستان ملي لوبډله د هند په لور لاړه شي، هماغه وخت هيله شته چې د افغانستان کرکټ بورډ به د ويسټ انډيز پر وړاندې خپلې لوبډلې هم اعلان کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …