کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټي ١٠ ليګ: کريم جنت د بنګله ټايګرز لوبډلې له لوري واخيستل شو
کريم جنت

ټي ١٠ ليګ: کريم جنت د بنګله ټايګرز لوبډلې له لوري واخيستل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړى کريم جنت د بنګله ټايګرز لوبډلې له لوري واخيستل شو. نوموړى اتم افغان لوبغاړى دى چې په ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې اخيستل کېږي.

د بنګله ټايګرز له لوري کريم جنت دويم افغان لوبغاړى دى چې د راتلونکي پړاو سياليو لپاره يې واخيسته، تر دې مخکې يادې لوبډلې قېس احمد له ځان سره ساتلى دى.

٢٢ کلن کريم جنت چې باولينګ الراونډر دى، د افغانستان ملي لوبډلې لپاره يې ١ نړيواله يو ورځنۍ او ٢٤ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

کريم جنت په دې وروستيو کې په شپږيزه کرکټ ليګ کې هم ښه ځلېدلى و.

نوموړي د افغانستان لپاره په ٢٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٥٨ منډې ترلاسه کړې دي او همدا راز ٢٤ لوبغاړي يې سوځولي دي.

د يادولو وړ ده چې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ د راتلونکي پړاو لپاره همدا اوس د ډرافټ مراسم په ژوندۍ بڼه ترسره کېږي، چې تر دې مخکې هم پکې يو شمېر افغان لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ راتلونکى پړاو سيالۍ د جنورۍ په مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي، راشد خان او نور احمد

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې په څومره پېسو اخیستل شوي؟

د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل شپږم پړاو سیالۍ چې د فبرورۍ په …