کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټي ١٠ ليګ: عظمت الله عمرزى د قلندرز لوبډلې واخيست
عظمت الله عمرزى

ټي ١٠ ليګ: عظمت الله عمرزى د قلندرز لوبډلې واخيست

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ د راتلونکي پړاو سياليو لپاره قلندرز لوبډلې د افغانستان کم عمره لوبغاړى عظمت الله عمرزى واخيست.

نوموړى د افغانستان نهم لوبغاړى دى چې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ د راتلونکي پړاو سياليو لپاره اخيستل کېږي، نوموړى به د قلندرز لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

٢٠ کلن عظمت الله عمرزى، چې تراوسه پورې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره نه دى لوبېدلى او نه يې هم په کوم بهرني تجارتي ليګ کې برخه اخيستې ده، خو د افغانستان په کورنيو سياليو کې او د افغانستان ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله کې ښه ځلېدلى دى.

د شپږيزې کرکټ ليګ په تېر پړاو کې عظمت الله عمرزى د کابل بازانو لوبډلې لپاره ولوبېده، چې د کابل بازانو لوبډلې په اتلولۍ کې يې مهمه برخه واخيسته او همدا راز د شپږيزې کرکټ ليګ غوره لوبغاړى هم اعلان شو.

نوموړى چې الراونډر لوبغاړى دى، تراوسه پورې يې ٥ فرسټ کلاس، ٢٣ ليسټ اې او ١٠ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نومړي په فرسټ کلاس لوبو کې ١٤٩، په ليسټ اې کې ٤١١ او په شل اوريزو لوبو کې ٢٠٩ منډې ترلاسه کړې دي، همدا راز ٤٦ لوبغاړي يې په يادو ټولو لوبو کې سوځولي دي.

د يادولو وړ ده چې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ راتلونکي پړاو سيالۍ د جنورۍ په ٢٨مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي، چې د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې ٨ لوبډلې برخه لري، چې تراوسه پورې پکې ٩ افغان لوبغاړي هم د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي. د ابوظهبي لس اوريزه ليګ د ډرافټ مراسم همدا اوس هم په ژوندۍ بڼه روان دي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …