کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټي ١٠ ليګ: وقار سلامخېل، فضل حق او نور احمد هم واخيستل شو
وقار سلامخېل، فضل حق او نور احمد

ټي ١٠ ليګ: وقار سلامخېل، فضل حق او نور احمد هم واخيستل شو

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ د راتلونکي پړاو سياليو لپاره ددرې نور افغان لوبغاړي هم واخيستل شو، وقار سلامخېل چې د افغانستان لپاره يې يوه ټېسټ لوبه ترسره کړې ده، خو فضل حق بيا کومه نړيواله لوبه کې تراوسه پورې برخه نه ده اخيستې، همدا راز کم عمره لوبغاړي نور احمد هم د افغانستان لپاره کومه لوبه نه ده ترسره کړې، خو اوس په بيګ باش کې لوبېږي. درې واړه د بېلا بېلو لوبډلو له لوري د ايمرجينګ لوبغاړو په کټګورۍ کې واخيستل شو.

وقار سلامخېل

١٩ کلن وقار سلامخېل چې د افغانستان لپاره يوازې په ١ ټېسټ لوبه کې لوبېدلى دى، د ډيلي بولز لوبډلې له لوري واخيستل شو. تر نوموړي مخکې د ډيلي بولز لوبډلې محمد نبي او رحمان الله ګربز هم اخيستي دي.

وقار سلامخېل په يوه ټېسټ لوبه کې چې د ايرلېنډ پر وړاندې يې ترسره کړې وه، ٤ لوبغاړي سوځولي و. هغه همدا راز په ١٢ فرسټ کلاس لوبو کې ٧٤، په ٥ ليسټ اې لوبو کې ٤ او په ٢٢ شل اوريزو لوبو کې ٣٣ ويکټې ترلاسه کړې دي.

فضل حق

د افغانستان د ايمرجينګ او ١٩ کلنې کم عمره لوبډلې لوبغاړى فضل حق د بنګله ټايګرز لوبډلې له لوري واخيستل شو. بنګله ټايګرز تر نوموړي مخکې قېس احمد او کريم جنت هم اخيستي دي.

٢٠ کلن فضل حق چې په تېر اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې د نېټ بالر په توګه له ځان سره ساتلى و، تراوسه پورې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره نه دى لوبېدلى.

هغه په ١٢ فرسټ کلاس لوبو کې ٢٢ او په ٦ ليسټ اې لوبو کې ٦ لوبغاړي سوځولي دي، نوموړي يوازې ١ شل اوريزه لوبه ترسره کړې ده، خو کومه ويکټ يې نه ده ترلاسه کړې.

فضل حق په تېره شپږيزه کرکټ ليګ کې نه و لوبېدلى.

نور احمد

١٥ کلن نور احمد د بنګله ټايګرز لوبډلې واخيست، چې تر دې مخکې يې هم قېس احمد، کريم جنت او فضل حق اخيستي دي. نور احمد چې د افغانستان ١٩ کلنه کم عمره لوبډله او همدا راز په شپږيزه کرکټ ليګ کې ښه ځلېدلى دى، اوسمهال د اسټراليا په ستر تجارتي ليګ بيګ باش کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره لوبېږي.

نوموړى کم عمره لوبغاړى دى چې په دغه ليګ کې ولوبېده او په خپله لومړۍ لوبه کې يې ١ ويکټ هم ترلاسه کړه. هغه تر دې مخکې په کارابين پريمئير ليګ کې هم اخيستل شوى و، خو د وېزې په وخت نه ترلاسه کولو له امله يې په هغه ليګ کې ګډون ونکړ.

نور احمد ١٦ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ٢٠ لوبغاړي يې سوځولي دي. همدا راز ١ فرسټ کلاس لوبه کې يې ٤ او ٢ ليسټ اې لوبو کې يې ٢ لوبغاړي سوځولي دي.

د يادولو وړ ده چې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ راتلونکى پړاو د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په ٢٨مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي، چې د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دا هم ولولئ

اشرف غني او محمد نبي

اشرف غني له کپتان محمد نبي سره په ټیلیفون خبرې وکړې

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته …