کورپاڼه / بېلا بېل / د جمناسټيک ٩٥ کلنه ورزشکاره، خلک ورته حېرانه دي + ويډيو
جوهانا قواس

د جمناسټيک ٩٥ کلنه ورزشکاره، خلک ورته حېرانه دي + ويډيو

په ټولنيزو رسنيو کې د يوې ٩٥ کلنې جمناسټيک ورزشکارې ويډيو ډېره لاس په لاس کېږي، چې په ليدو يې خلک حېرانه دي، ځکه عمر د دې ورزشکارې لپاره فقط يوه شمېره ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د جمناسټيک دا ورزشکاره د جرمني اوسېدونکې ده، چې جوهانا قواس نومېږي او ٩٥ کاله عمر لري.

د نوموړې يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، چې خلک يې په دې دومره ډېر عمر کې فيټنس او چستوالي ته حېرانه پاتې دي.

جوهانا قواس ٣

جوهانا قواس په ٢٠١٢ کال کې د زيات عمر لرونکې ورزشکارې په توګه نړيوال ريکارډ هم جوړ کړى و، چې په ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ کې يې نوم ثبت شوى و.

د امريکا د باسکټبال يو لوبغاړي د جوهانا قواس يوه ويډيو په ټويټر کې خپره کړې ده او ورته يې ليکلي دي، چې عمر د دې لپاره فقط يوه شمېره ده.

جوهانا قواس ٢

په ويډيو کې ليدل کېږي، چې د جمناسټيک دا ورزشکاره ډېره فيټ ده او د يوې ځوانې په توګه جمناسټيک کوي. د ٩٥ کالو په عمر کې خپل ځان په دې ډول ساتل يو ډېر ستر چېلنج دى. په ټولنيزو رسنيو کې د دې ښځې فيټنس او چستوالي ته خلک حېرانه دي.

په ټويټر کې خلکو په دې ويډيو ډېرې تبصرې کړې دي او د ٩٥ کلنې ورزشکارې ستاينه يې کړې ده. همدا راز خلکو ويلي دي، چې دا د نورو خلکو لپاره يوه بېلګه ده، چې په هر عمر کې چې څوک وغواړي، ځان وساتي، نو يې داسې فيټ ساتلى شي.

دا هم ولولئ

فرانسې فوټبال لوبډلې د اروپایي ملتونو جام اتلولي خپله کړه

د اروپایي ملتونو جام د فوټبال سیالیو په پایلوبه کې د فرانسې فړټبال لوبډلې د …