کورپاڼه / بېلا بېل / ميسي د پيلى ريکارډ مات او نوى ريکارډ جوړ کړ
ميسي

ميسي د پيلى ريکارډ مات او نوى ريکارډ جوړ کړ

د اوسني وخت د کرکټ د نړۍ ستر او نوميالي لوبغاړي لانيل ميسي د تېرې پېړۍ د غوره او نوميالي فوټبالر پيلى نړيوال ريکارډ مات کړ او نوى ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

د سپېن د فوټبال کلب بارسلونا لپاره لاينل ميسي ٦٤٤ ګولونه ووهل، چې په دې سره يې د يو کلب لپاره د تر ټولو زياتو ګولونو وهلو ريکارډ په خپل نوم کړ.

تر ده مخکې د يو کلب لپاره تر ټولو د زياتو ګولونو وهلو ريکارډ د برازيل د پخواني مشهور لوبغاړي پيلى سره و.

پيلى د برازيل د فوټبال کلب سانتوس لپاره ٦٤٣ ګولونه وهلي و، چې نوموړي دا ګولونه د ١٩٥٤ څخه تر ١٩٧٤ کال پورې په خپل کيرير کې وهلي و.

تر هغه راوروسته تراوسه پورې بل هېڅ د فوټبال لوبغاړى په دې ونه توانېده چې د يو کلب لپاره دومره زيات ګولونه ووهي.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ارجنټاين مشهور او نوميالي فوټبالر لاينل ميسي د خپل کلب بارسلونا لپاره په لوبه کې د ٦٤٣م ګول په وهلو سره دا ريکارډ برابر کړى و، خو تېره ورځ ميسي د لاليګا په لوبه کې يو بل ګول وواهه او دا ستر ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

د دې ستر ريکارډ تر جوړولو وروسته ميسي د ټولنيزو رسنيو په مشهور اپليکيشن انسټاګرام کې خپل يو عکس هم خپور کړى دى، چې ٦٤٤ پرې ليکل شوي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Leo Messi (@leomessi)

Loading...

دا هم ولولئ

ډونالډ ټرمپ او پاکستانۍ نجلۍ

يوه پاکستانۍ نجلۍ ادعا کوي چې د ډونالډ ټرمپ لور ده + ويډيو

د امريکا تېر ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دوره پرون پاى ته ورسېده او له …