د روسيې ډاکټرانو د بريالي عملياتو وروسته د ٥٩ کلن سړي له پوزې څخه هغه سيکه راوويستله، چې ٥٣ کاله پخوا يې دا سيکه په پوزه کې نښتې وه.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د روسيې د دغه اوسېدونکي په پوزه کې دا سيکه هغه مهال ننوتې وه، کله چې دا ٦ کلن و. هغه د دې سيکې سره لوبې کولې، چې سيکه يې په پوزه کې ترې تلې وه، خو د مور د ويرې هغه دا خبره پټه کړې وه او بيا ترې هېره شوې وه.
په دې دومره عمر کې هغه د دې سيکې له امله هېڅ تکليف يا درد نه و احساس کړى، خو څلور کاله وړاندې، يعنې کله چې د دې سړي عمر ٥٥ کاله و، په پوزه کې يې درد پېدا شو او د ساه اخيستو کې ورته مشکل پېښ شو، چې نوموړى د دې مشکل له امله روغتون ته لاړ.
کله چې ډاکټرانو د دې سړي ايکسرې او ځينې ټېسټونه وکړل، نو هغوى ته معلومه شوه چې د دې پوخ سړي په پوزه کې سيکه نښتې ده، چې له امله د دې ستونزو سره مخ دى.
ډاکټرانو هغه ته مشوره ورکړه، چې بايد ژر تر ژره عمليات شي، چې وروسته ياد سړي له خپلې کورنۍ سره مشوره وکړه او د عملياتو پرېکړه يې وکړه.
خو د روسيې ډاکټرانو د دې سړي عمليات څو ورځې وړاندې ترسره کړل، دا عمليات چې ١ ساعت دوام يې وکړ، د دې سړي د پوزې څخه هغه سيکه راوويستل شوه، چې ٥٣ کاله پخوا ترې پوزې ته ننوتې وه.