کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ١٠ ليګ د ټولو لوبډلو نوملړ او نور معلومات
عظمت الله عمرزى، نجيب الله ځدراڼ، درويش رسولي، کريم جنت، قيس احمد او فضل حق

د ټي ١٠ ليګ د ټولو لوبډلو نوملړ او نور معلومات

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ يا لس اوريزه ليګ د ډرافټ سيالۍ پرون ترسره شوې، چې ٨ لوبډلې پکې د خپلې خپلې خوښې لوبغاړي غوره کړل، چې تر لسو ډېر افغان لوبغاړي هم د دې سياليو لپاره بېلا بېلو لوبډلو واخيستل.

په دې کې ځينې هغه افغان لوبغاړي هم شامل دي، چې مخکې هم په دې سياليو کې لوبېدلي دي، خو ځينې نور افغان لوبغاړي بيا تر دې مخکې په دې سياليو کې نه دي لوبېدلي او ځينې خو ان نه نړيوالې لوبې ترسره کړې دي او نه هم په کوم بهرني تجارتي ليګ کې لوبېدلي دي، چې د هغوى لپاره د خپل استعداد ښکاره کولو دا يو ستر چانس دى.

په دوى کې محمد نبي، محمد شهزاد، مجيب الرحمان، قېس احمد، نوين الحق، نجيب الله ځدراڼ، فضل حق، نور احمد، عظمت الله عمرزى، رحمان الله ګربز، وقار سلامخېل، درويش رسولي او کريم جنت شامل دي.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سيالۍ د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په ٢٨مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي، چې تر ٦مې فبرورۍ پورې به دوام وکړي.

د ٨ لوبډلو ترمنځ به ٢٩ لوبې ترسره شي، چې په هره لوبه کې به هره لوبډله ١٠-١٠ اورونه توپوهنه او توپ اچونه ترسره کوي.

د لوبډلو نوملړ:

دکن ګليډيټرز: سنيل ناراين، کولين انګرام، کيرون پولارډ، ونيندو هسارنګا، لاهيرو کمارا، اعظم خان، روي رامپال، بهانوکا راجا پکسا، محمد شهزاد، پرشانت ګپتا، ظهور خان، حفيظ الرحمان، ذيشان ضمير، همدان طاهر، عمران طاهر او امتياز احمد.

دکن ګليډيټرز

ډيلي بولز: ډواين براو، ايون ليويس، داسون شناکا، ادم ليت، شيرفان رودرفورډ، محمد نبي، علي خان، دوشمانتا چميرا، رحمان الله ګربز، فيډل ايډورډز، شيراز احمد، کاشف داود، وقار سلامخېل، نيم ينګ او احمد بټ.

ډيلي بولز

مراټا عربينز: شعېب ملک، محمد حفيظ، لوري ايوانس، مصدق حسېن، تسکين احمد، پروين ټامبى، ايشان ملهوتره، سومپل کامي، مختار علي، امجد ګل، عبدالشکور، معروف مرچنټ او سيد شاه.

مراټا عربينز

پونى ډيويلز: تيسارا پريرا، محمد عامر، هاردس ويلوين، سام بيلينګس، چمارا کاپوګيډيرا، اجينتنا مينډس، ديون توماس، درويش رسولي، ناصر حسېن، کينار ليويس، اصف خان، محمد بوټا، دينيش کمار، وريتيا ارويند، کرن کى سي او منيس انصاري.

پونى ډيويلز

بنګله ټايګرز: ايسورو ادانا، جوهانسن چارلس، انډري فليچر، محمد عرفان، ټام موريس، قېس احمد، ډيويډ ويس، عفيف حسېن، ادم هوس، کريم جنت، چراغ سوري، اريان لکرا، فضل حق فاروقي، نور احمد، مجيب الرحمان او مهدي حسن.

بنګله ټايګرز

ناردرن واريرز: انډري رسل، رومان پاول، نيکولاس پوران، فابين الين، لينډل سيمونس، وهاب رياض، راياد ايمرټ، نووان پراديپ، عامر يامين، برېنډن کنګ، جنېد صديقي، وحيد احمد، مهيش تيکشانا او انش ټنډن.

ناردرن واريرز

قلندرز: شاهد اپريدى، ټام بانټون، کريس جورډن، سميت پټيل، پيل سالټ، سهيل تنوير، اصف علي، حسن علي، سهيل اختر، شرجيل خان، سلطان احمد، فياض احمد، عظمت الله عمرزى، معاذ خان، بينک ډنک او خورشيد انور.

قلندرز

ټيم ابوظهبي: کريس ګيل، کريس موريس، لوک رايټ، نوين الحق، اويشکا فرنانډو، عثمان شينوارى، اوبيد مکوى، هايډن والش، نجيب الله ځدراڼ، بين کوکس، روهن مصطفى، کارتيک مياپن، ليونارډو جولين، کوشل مالا او اليکس هيلس.

ټيم ابوظهبي

Loading...

دا هم ولولئ

انشا اپريدۍ او شاهين شاه اپريدى

د شاهد اپريدي د لور د شاهين اپريدي سره کوژده، د شاهد اپريدي د کورنۍ غبرګون ښکاره شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د …