کورپاڼه / روغتيا / امروت د ټوخي لپاره ګټور ګڼل کېږي

امروت د ټوخي لپاره ګټور ګڼل کېږي

ویل کېږي چې ټوخي په هر یو موسم کې ځوروونکی تمامېږي، چې له ځانه سره د سر درد، د سږو او د ساه په اخیستلو کې ستونزې هم رامنځته کوي. دا چې اوس د امروتو موسم راغلی دی، نو هغه کسان چې له ټوخي سره مخ وي، باید د امروتو خوړل هېر نه کړي، ځکه چې د ټوخي په شربتونو کې په ډېره زیاته اندازه د امروتو اوبه ور ګډې شوي وي.

امروت چې په بشپړه توګه انټي اکساید ګڼل کېږي، په جوړښت کې یې ویټامین سي، اوسپنه، کسیلی الکلاین، کارټینوایډز، پوتاشیم او ګټور فایبر شتون لري، چې د خوړو د ځانګړي خوند سربېره د ناروغیو په مخنیوي او درملنه کې هم ګټور تمامېږي. دلته یوه پوښتنه پیدا کېږي، چې آیا امروت د ټوخي درملنه کولی شي، که ځواب یې هو وي، نو څنګه؟ ویل کېږي چې د امروتو اوسپنه او ویټامین سي د ټوخي په له منځه وړلو کې ګټور تمامېږي، که څه هم د امروتو خوراک د وچ او بلغم لرونکي ټوخي لپاره ګټور وي، خو د استعمال طریقې یې بېلې دي.

د وچ ټوخي لپاره:

ویل کېږي چې د وچ ټوخي په سبب ستونی او ژبه هم د هر وخت لپاره وچه وي. دغه راز که چېرته په ناڅاپي ډول ټوخی رامنځته شي، نو بیایې برادشتول هم سخت تمامېږي.

د امروتو د استعمال طریقه:

امروت راواخلئ، بیایې پاک ووینځئ او نري نري یې پرې کړئ، وروسته په همدې پرې شوو امروتو نیمه کاچوغه شات او نیمه کاچوغه د دارچیني پوډر ور وشیندئ. کله چې له ټوخي سره مخ شوئ، نو د اوبو له څښلو وروسته یې وخورئ.

د بلغم لرونکي ټوخي لپاره:

که څه هم د بلغم لرونکي ټوخي په سبب په ستوني او سږو کې ستونزې رامنځته کېږي، ورسره څنګ کې د پښو درد هم رامنځته کوي. لکه څنګه چې د امروتو په جوړښت کې اوسپنه شتون لري، چې بیا همدغه اوسپنه بدن ته ځواک ورکوي او ویټامین سي او پوتاشیم یې د ټوخي په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي.

د استعمال طریقه:

یو امروت راواخلئ، و یې وینځئ او بیایې ښه وچ کړئ، وروسته یې په تبۍ کېږدئ او دومره یې پاخه کړئ چې پوستکی یې لږ غوندې وسوځېږي. اوس همدغه امروت راواخلئ او پوستکی ترې پاک کړئ، بیا پرې د تور مرچ پوډر او توره مالګه ور واچوئ او له وېده کېدو دمخه یې وخورئ، خو پام مو وي چې اوبه ونه څښئ.

ویل کېږي چې ذکر شوې دواړه طریقې د ټوخي لپاره ګټورې وي، دغه راز د نزلې او زکام لپاره هم ښه تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

هره ورځ دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورئ او له ناروغیو ځان وساتئ

د مېوو او سبو د بې شمېره ګټو په اړه خو موږ ټول پوهېږو، خو …