کورپاڼه / بېلا بېل / ارواپوهان وایي چې د ناهیلۍ پر وخت خپل بریالیتوبونه یاد کړئ
ناهیلۍ

ارواپوهان وایي چې د ناهیلۍ پر وخت خپل بریالیتوبونه یاد کړئ

ویل کېږي چې ځینې وختونه د ژوند ستونزې او خراب حالات پر موږ اغېزې کوي، چې بیا مو له ژور خپګان، ذهني فشار او ناهیلۍ سره مخ کوي. ارواپوهان وایي، چې په داسې حالاتو کې خپل بریالیتوبونه، ښې خاطرې او هغه کړنې در په یادې کړئ، چې په ښه وخت کې مو ترسره کړي وي او په دې ډول له ناوړه حالاتو څخه ځان وژغورئ.

د دسمبر په ۲۲ نیټه د (لایف) په نوم په ژورنال کې یو راپور خپور شوی و چې له مخې یې ویل کېږي، چې په ځانګړي ډول د کورونا د نړیوال ویروس په خپرېدو او د کرنتین په عملي کولو سره په ځانګړې توګه ښځې ډېرې اغېزمنې شوي. نو په دې ستونزمن وخت کې اړینه ده، چې خپل فکرونه بدل کړو، ترڅو د رواني ناروغیو، ذهني فشار او نورو ستونزو څخه وژغورل شو.

د کیلیفورنیا د برکلی پوهنتون ارواپوهانو له ۳۰۰ څخه په زیاتو هغه بالغو کسانو تجربې ترسره کړي، چې د ذهني فشار او د ژور خپګان ښکار ول. د څېړنې پرمهال ټولو ته د پرېکړې کولو وویل شوي، چې له یوې څخه یې زیاتې پرېکړې کولی شوې او دې تجربې ته یې د Probable decision making نوم ورکړو، چې پکې پرته له دې چې په تېر کې د خپلو پرېکړو منفي یا مثبت اړخونه په نظر کې ونیسي، بیا یې تجریه کړې.

که څه هم ټول کسان د ژور خپګان، ناهیلۍ او د ذهني فشار ښکار ول، خو بیاهم په دوو ډلو یې وویشل، یوه ډله یې هغه چې بیخي ناهیلي ول او دویمه ډله یې بیاهم هیله منده وه. لومړنۍ ډلې د کمپیوټر ترمخ د ستونزو د حل په اړه دلچسپي نه لرله، خو دویمې ډلې بیا د ځان د بدلولو او د ستونزو له حل سره مینه لرله.

له څېړنې وروسته معلومه شوه، هغه ډله چې په څېړنه کې یې بریالیتوب ترلاسه کړو، هغه ول چې په ستونزمنو حالاتو کې یې خپل بریالیتوب، ښه کړنې او خاطرې را یادې کړې وې. د څېړنې له پایلې څخه معلومېږي، که چېرته په سختو او ستونزمنو حالاتو کې خپل بریالیتوبونه او پرمختګ را یاد کړو، نو ډېرې ښې پایلې به ولري.

Loading...

دا هم ولولئ

آیا پوهېدئ چې اوښ د مار په خوړلو سره د سختې تندې احساس کوي؛ خو بیاهم اوبه نه څښي؟

د مار غوښه د اوښ لپاره ترټولو خوندوره او غوره غذا ده او په ډېر …