کورپاڼه / روغتيا / د ګردو د درد د مخنیوي لپاره طبیعي لارې چارې
ګردې

د ګردو د درد د مخنیوي لپاره طبیعي لارې چارې

د ژمي د موسم د یخنۍ یا د ساړو په سبب زموږ د اوبو د څښلو په عادت کې هم کمښت راځي، چې بیا زموږ د بدن هغه سیستم هم اغېزمنوي، چې له بدن څخه زهرجن او اضافي توکي خارجوي، چې د ادرارو سیستم یې د ډېر اهمیت وړ دی او په دې برخه کې ګردې بنسټیز رول لوبوي. ویل کېږي هغه اوبه چې موږ یې څښو ۶۰ سلنه یې د متیازو او ۴۰ یې د پوستکي او د سږو له لارې خراجېږي.

وایي چې د ګردو د درد لوی لامل پخپله د ګردو تیږي او حرکت یې دی، که څه هم د تیږو په جوړېدو سره په ظاهري توګه درد نه وي، خو کله چې تیږه په حرکت راشي نو ورسره درد هم رامنځته کېږي. ویل کېږي چې ځینې داسې خواړه هم شته، چې استعمال یې د ګردو تیږي خارجوي، خو کله چې تیږه د متیازو له نل یاهم مثانې ته رسېږي، نو ډېر سخت درد رامنځته کوي.

د ګردو د درد نښې، نښانې:

ویل کېږي چې د ګردو درد په هر عمر کې رامنځته کېدلی شي، چې په لومړیو کې د ملا له نري درد څخه پیلېږي، چې بیا ورو ورو ډېرېږي، خو کله چې د متیازو په نل یا مثانه کې تیږه واقع شي، د متیازو رنګ بدلوي، ناروغ کس د ډېرو متیازو احساس کوي، خو متیازې یې بندې بندې کېږي. دغه راز له تشو متیازو دمخه د متیازو په نل کې سوخت یا خارښت هم رامنځته کېږي. ویل کېږي د ګردو درد تر دې حده ډېر وي لکه ماهي چې له اوبو راوباسي، چې یخه خوله، فشار، کانګې او د سر ګرځېدل هم رامنځته کوي.

د ګردو درد کله او ولې وي؟

ویل کېږي چې د ګردو تیږي په هغه کسانو کې ډېرې رامنځته کېږي، چې له ډېرې غوښې، چای او سګریټو څخه کار اخلي. د ګردو تیږي په عموم کې له کلسیم، فاسفیټ، یورک اسید، اګزیلیټ او له سسټین څخه جوړېږي. خو هغه کسان چې ډېر سابه او دال خوري له یادې ستونزې څخه خوندي وي.

د میتابولیزم د عمل خرابي، په وینه کې د زهرجنو مواد ګډېدل، د یوریټس، فاسفیټ او اګزالیټ ډېر زیات استعمال، د ویټامین ای او تایمینو کمښت، د ادراو د سیستم خرابي یا سوخت، ناولې اوبه ، نشایسته لرونکي او پروټیني خواړه د ګردو د تیږو د جوړېدو او د درد د رامنځته کېدو لامل ګرځي. دغه راز د بادي او سختو خوړو استعمال، همیشنه قبض او د کولمو ګیس، په دوامداره توګه ناسته، ورزش نه کول د ګردو د درد سبب هم کېږي.

د ګردو له درد څخه د ژغورلو کورني درمل:

ددې لپاره چې د ګردو له درد څخه زر تر زر ارامه شو، نو باید په ګرمو اوبو ټکور ورکړو. دغه راز د تمباکو ایشول او بیایي نیم ګرم د درد پرځای تړل هم ګټور تمامېږي. بله خوا د انګورو د پاڼو وچول او بیا له نیم ګرمو اوبو سره خوړل، د ګردو تیږي له منځه وړي. ځینې کسان وایي هغه کسان چې په میتابولیزم کې یې تیږي جوړېږي، فیروزه دې د ګوتمۍ په توګه د ښي لاس د ګوتمۍ په ګوته کړي، نو د ګردو له ټولو ستونزو به په امان واوسي.

کوم خواړه ونه خورو؟

یو روغ انسان ته د ورځې درې لیتره د اوبو استعمالول اړین وي، نو باید د اوبو دغه اندازه پوره کړو او هغه کسان چې د تیږو د جوړېدو وېره ورسره وي، بادیان دې وایشوي او و دې یې څښي او هغه خواړه چې په زیاته اندازه فولاد، نشایسته او پروټین لري له استعمال څخه دې ډډه وشي. هغه خواړه چې له ویټامین ای او تایمین لري، ډېر دې وخوړل شي، پاکې اوبه دې وڅښل شي. له غوښې، ورېژو، بانجانو، رومیانو، پالکو، ځیګر، مڼو، خامو پیازو، وچو مېوو، سره کړي خواړه، بازاري خواړه، یخ څښاک، سګریټ څښل او نور شیان چې د ګردو تیږي جوړوي باید ترې ډډه وشي. بادرنګ، مولۍ، بند ګلپي، ګاځرې، سلاد او شین مرچک دې ډېر استعمال شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …