کورپاڼه / روغتيا / د کورونا د ویروس یو بل اړخ هم وموندل شو
کورونا ويروس

د کورونا د ویروس یو بل اړخ هم وموندل شو

په ټولنیزو رسنیو کې لېدل کېږي، چې د لندن په هوایي ډګر او د اور ګاډي په تم ځای کې په ګڼ شمېر خلک راټول شوي دي، ترڅو د وبا له دغې نوي ډول څخه وژغورل شي او کوم بل هیواد ته لاړ شي. د ځینو روغتیایي کارکوونکو پر وینا ویل کېږي، چې ددې ویروس په ۲۳ برخو کې مختلفې جینټکي او نورې تبدیلۍ رامنځته شوي او ادعا کېږي چې دغه بدلونونو به ددې ویروس په خورولو کې تېزوالی راولي.

ویل کېږي د انګلیستان په جنوب ختیځه برخه کې د روانې دسمبر د میاشتې په اوږدو کې د ځینو سیمو په ناروغانو کې یې دغه ویروس له مخکې څخه په مختلف شکل موندلی، چې تقریباً ۲۳ بدلونونه پکې لېدل شوي دي او دې بدلون ته د VUI-202012/01 نوم ورکړی، چې په اړه یې څېړنې روانې دي. د راپور له مخې ویل کېږي چې د کورونا د ناروغۍ ددې شکل په موندلو سره ډېرو هیوادونو خپلې الوتنې پر انګلیستان بندې کړي او ګڼ شمېر خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. د کورونا دغه مختلف ویروس لپاره د مشورتي ډلې مشر پسټر هاربي وایي، چې ۷۰ سلنه امکان دې ولري چې دغه بدل شوي ویروس دې ډېر په تېزۍ سره خور شي.

بله خوا ځینې ساینسپوهانو تاکید کړی دی، چې په انګلیستان کې د کورونا په ویروس کې ۱۷ بدلونونه رامنځته شوي، خو د روغتیا نړیوالې ادارې یوازې د ۱۴ بدلونونو خبرداری ورکړی دی. د روغتیا د نړیوالې ادارې د وینا له مخې ویل کېږي، چې ممکن دغه ویروس د ناروغۍ انتقال او خورېدل ډېر کړي، خو په دې اړه څېړنې دوام لري.

دغه راز د نیل فرګوسن په نوم ساینسپوه وایي، چې اوسمهال ددې خبرې ښه قوي امکان لېدل کېږي، چې دغه ویروس به ماشومان او ځوانان هم اغېزمن کړي. له دې څخه دمخه ویل کېدل چې د کورونا ویروس په ماشومان دومره اغېزمن نه تمامېږي.

بله خوا واکسین جوړونکي شرکتونه تاکید کوي، چې واکسین یې د بدل شوي ویروس پر وړاندې هم اغېرمن تمامېږي، خو روغتیایي کارپوهانو پر څېړنو د زور خبره کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

کدو

د کدو د جوسو د استعمال پنځه حیرانوونکې ګټې

د شین رنګه سبزیجاتو له جملې څخه یو هم کدو دی، چې په طبیعي ډول …