کورپاڼه / روغتيا / دیارلس ډوله هغه غذایي توکي چې د ناروغیو مخنیوی کوي
١٤ خوراکي توکي

دیارلس ډوله هغه غذایي توکي چې د ناروغیو مخنیوی کوي

ویل کېږي چې د موسم په بدلېدو سره تقریباً هر دوهم کس له نزلې او زکام سره مخ وي، چې ځینې خلک ورته پاملرنه نه کوي یاهم د جوشاندې په څښلو اکتفا کوي، خو ذکر شوې ناروغي دومره هم نه ده، لکه څومره یې چې په اړه فکر کوو، خو روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته یې پر وخت درملنه ونه شي، ډېره ځوروونکې تمامېدلی شي. نو راځئ چې له هغه خوړو څخه ګټه واخلو چې زموږ د بدن دفاعي سیستم ښه کوي او له یادې ناروغۍ یا له موسمي ناروغیو څخه مو ژغوري.

کیمومایل چای:

ویل کېږي چې د کیمومایل چای نه یوازې دا چې میکروبونه وژني، بلکې د ښه خوب لامل هم کېدلی شي او دفاعي سیستم ځواکمنوي.

 ادرک:

ویل کېږي چې د ادرکو په جوړښت کې د کرکیومن په نوم ماده شتون لري، چې په همدې وجه یې رنګ هم تیز وي او د سوخت په له منځه وړلو کې ګټور تمامېږي، دفاعي سیستم ځواکمنوي او د انټي باډیانو کړنه ښه کوي. خو که چېرته مرچ هم ورسره شي، ګټه یې دوه چنده کېدلی شي.

وچې مېوې:

ویل کېږي چې وچې مېوې په زیاته اندازه انټي اکساید لري، چې دفاعي سیستم ځواکمنوي، د ساه د اړوندو ناروغیو خطر کموي، په ښه خوب کې مرسته کوي او د ویروسي ناروغیو په مخنیوي کې ګټور تمامېږي.

چارمغز:

ویل کېږي چارمغز له سوخت څخه په مخنیوي کې او د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې ګټور تمامېږي، ذهني فشار کموي او د دماغو ځواک ډېروي.

زیتون:

ویل کېږي چې د زیتونو تېل د انټي اکسایدو ځانګړتیا لري، چې د ناروغیو په مخنیوي، د دفاعي سیستم په قوت، د شکر د ناروغۍ، چاغښت او د کولمو په سوخت کې ګټور وي.

ښوروا:

له څو لسیزو څخه په موسمي ناروغیو اخته کسانو ته ښوروا ورکول کېږي، چې ګټې یې له ساینس څخه ثابتې شوي او د بلغم په ایستولو او د سوخت په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي. خو که چېرته په دې برخه کې له سابو څخه د تیارې شوې ښوروا څخه ګټه واخیستل شي، بیخي ګټوره به ثابته شي.

سره مرچ:

ویل کېږي چې د سرو مرچو پوډر او مسالې د زکام او د سینې په بندښت کې ګټور وي.

هوږه:

له کلونو څخه هوږه د ناروغیو څخه د مخنیوي، له میکروبونو سره په مقابله او د زخم په درملنه کې کار اخیستل کېږي. له یوې څېړنې ثابته شوې چې په هوږه کې داسې مواد شتون لري، چې دفاعي سیستم ځواکمنوي.

شات:

ویل کېږي چې په شاتو کې د سوخت څخه د مخنیوي ځانګړتیاوو سربېره په ماشومانو کې د ټوخي په کمولو کې مرستندویه وي.

کېله:

کېله له هغه خوراکي توکو څخه ده، چې هضم ژر راولي او ناروغ شخص یې په ارامه سره خوړلی هم شي، چې بیا د لوږې مخنیوی هم کوي. ویل کېږي چې کېله د شکر ناروغانو لپاره اړین غذایي توکي برابروي او دفاعي سیستم ځواکمنوي.

لېمو:

ویل کېږي چې د یوې پیالې څلورمه برخه د لېمو شربت څښل بدن ته ۳۰ سلنه ویټامین سي ورکوي، چې بیا د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي او د انټي اکسایدو په ډول سره کار کوي، چې د ډي این ای په جوړولو او د سیروټونینو په ډېرولو او د ښه خوب په رامنځته کولو کې ګټور تمامېږي.

د انارو جوس:

د خالصو انارو جوس د سوخت څخه په مخنیوی کې او د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې مرستندویه تمامېږي. ویل کېږي چې په انارو کې د فلاوونایډ په نوم انټي اکساید شتون لري، چې د ویروسونو سره په مقابله او د سړو په کمښت کې ۴۰ سلنه مرستندویه تمامېږي.

شنه سابه:

شنه سابه د سوخت څخه د مخنیوي سربېره اړین غذایې توکي هم لري، چې دفاعي سیستم ځواکمنوي

دغه راز ډېرې اوبه وڅښئ، هغه خواړه چې دفاعي سیستم کمزوری کوي ترې ډډه وکړئ، له ډېرې بورې، له پروسیس شوي توکو، له پوډري شېدو جوړو شوو شیانو، غوښې، کافي، د الکولو استعمال پرېږدئ، پوره خوب وکړئ او د ناروغۍ پرمهال له سړو څخه ځان وژغورئ.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …