کورپاڼه / هنر او کلتور / رنبیر کپور: ډېر ژر به له عالیه سره واده وکړم

رنبیر کپور: ډېر ژر به له عالیه سره واده وکړم

د هندي فلمونو مشهور هنرمند رنبیر کپور په ۲۰۲۰ کال کې له مشهورې هنرمندې عالیه بټ سره د واده نه کولو په اړه وویل چې د کورونا له امله یې واده وځنډاوه.

د هندي رسنیو د راپورونو په وینا، رنبیر کپور وویل چې هغه او عالیه بټ غوښتل چې په روان کال کې واده وکړي خو د کورونا له امله یې خپل واده بل کال ته وځنډاوه. نوموړي زیاته کړه چې موږ به ډېر ژر واده وکړو.

په خپله مرکه کې رنبیر کپور دا هم وویل چې د عالیه بټ پر وړاندې ورته ځان ډېر کم زړی یا کوچنی ګڼي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې عالیه بټ په خپل ځان باور لرونکې نجلۍ ده او د ګرځبندېز پر مهال یې هم ټول کلاسونه واخیستل خو ما هېڅ ونکړل.

رنبیر کپور وايي چې د هغه کورنۍ ستونزې ډېرې وې او په دغه ستونزو کې ډېر مصروف و.

د یادولو وړ ده چې رنبیر کپور او عالیه بټ له ډېر وخت راهیسې اړیکې لري او په رسنیو کې یې د واده په اړه هم له ډېر وخت راهیسې اوازې خپرېږي.

دواړو په دې وروسستیو کې د (براهمسترا) په نوم فلم لپاره هم ثبت بشپړ کړ. په دې فلم کېد هغوی سره امیتاب بچن هم کار کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

صوفيه کېف

صوفيه کېف: سپى انسان ته بې شرطه مينه ورزده کوي

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې او موډله صوفيه کېف چې د پاکستان په اسلام اباد …