کورپاڼه / روغتيا / څنګه په هوږه او شاتو خپل وزن کم کړو؟
هوږه او شات

څنګه په هوږه او شاتو خپل وزن کم کړو؟

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې په اسانه سره هم موندل کېږي. ویل کېږي چې هوږه په طبیعي ډول انټي بیوټیک لري، چې په ځانګړي توګه په تشه خېټه یې استعمال د ناروغیو څخه مخنیوی کوي. بله خوا شات هم له بې شمېره ګټو څخه ډک ګڼل کېږي. روغتیایي کارپوهان وایي، که چېرته هوږه او شات یوځای استعمال شي، ډېرې حیرانوونکې ګټې ترې اخیستل کېدلی شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې روغتیایي کارپوهانو د هوږې او شاتو د یوځای استعمال ډېرې زیاتې ګټې په ګوته کړي، چې یو له هغوی څخه د وزن کمول هم دي. نو هغه کسان چې غواړي خپل وزن کم کړي دا ساده او طبیعي نسخه دې ضرور غوره کړي، ځکه چې د یادو توکو په استعمال سره به یې د بدن اضافي وازده په حیرانوونکې توګه اوبه شي.

 د استعمال طریقه:

  • ددې لپاره چې دغه نسخه تیاره کړو، لومړی باید د هوږي یوه پله راواخلو، نرۍ نرۍ به یې پرې او په یوه کاچوغه شاتو کې به یې ګډه کړو او په ورځني ډول به په نهاره وخورو.

  • دویمه طریقه دا چې هوږه به نرۍ پرې او بیابه یې له یوې کاچوغې شاتو سره ښه ګډه کړو او په ورځنې ډول به یې په تشه خېټه وخورو.

  • د هوږې او شاتو د استعمال یوه طریقه دا هم ده، چې په یوه لوښي کې شات واچوئ، بیا د هوږې پلي دومره ور اضافه کړئ، چې په شاتو کې ډوب شي، بیایې همداسې کېږدئ او په ورځني ډول ترې یو پله په نهاره وخورئ.

د هوږې او شاتو د استعمال ګټې:

ویل کېږي چې ذکر شوې طریقې د چاغښت په کمولو سربېره له بدن څخه زهرجن توکي هم خارجوي او تر یوې اوونۍ استعمال یې د پوستکي ګونځې له منځه وړي. دغه راز که چېرته پر بدن زخم موجود وي، نو ذکر شوې طریقه یې په ژر رغېدو کې ګټوره تمامېږي. سربېره پردې که چېرته کوم کس په ناروغۍ اخته وي نو د هوږې او شاتو استعمال یې ژر ښه کوي او بدني ستړیا هم له منځه وړي.

بله خوا د هوږې او شاتو استعمال ځیګر ښه کوي او د زړه او شکر ناروغانو ته هم ګټور ګڼل کېږي. رړغتیایي کارپوهان وایي، چې هوږه او شات په طبیعي ډول انټي بیوټیک دي، چې بدن له میکروبونو او ویروسونو څخه ساتي او استعمال یې د کلیسټرولو او د وینې د فشار په کمولو، د زړه په ځواکمنولو او د وینې د جریان په ښه کولو کې ګټور وي.

روغتیایي کاريوهان زیاتوي، چې د هوږې او شاتو ګډ استعمال د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي، چې بیا له هر ډول ناروغیو څخه د بدن په ساتلو کې مرستندویه تمامېږي. دغه راز د موسمي ناروغیو مخنیوی کوي او د پوستکي په ښکلي کولو کې هم اغېزمن ثابتېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

کدو

د کدو د جوسو د استعمال پنځه حیرانوونکې ګټې

د شین رنګه سبزیجاتو له جملې څخه یو هم کدو دی، چې په طبیعي ډول …