کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې د مویزو (کشمشو) حیرانوونکې ګټې
کشمش

د ژمي په موسم کې د مویزو (کشمشو) حیرانوونکې ګټې

وچو شوو انګورو ته په عموم کې مویز یا کشمش ویل کېږي. مویز یا کشمش چې په جوړښت کې یې اوسپنه، فایبر، پوتاشیم او میګنیزیم شتون لري، یوه انټي اکساید مېوه ګڼل کېږي، چې په ورځني ډول یې استعمال د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي.

روغتیایي کارکوونکي وایي، چې په ورځني ډول باید پنځه دانې مویز یا کشمش وخوړل شي. دوی زیاتوي، چې مویز یا کشمش د انټي ایجنګ په سبب له داغونو څخه په مخنیوي، د وینې په دوران کې ښه والی او د غاښونو او ژامو په روغتیا کې ډېر ګټور وي.

دغه راز د کاربوهایډریټ په درلودلو بدني ځواک ډېروي، د بې خوبۍ ستونزې حلوي او د وینې د فشار په برابر ساتلو کې اغېزمن ثابتېږي. ویل کېږي چې د ژمې په موسم کې د مویزو یا کشمشو ډېرې ګټې وي، چې ځینې ترې دلته لولو.

د پوستکي سپوروالي ته:

ویل کېږي چې د ژمي په موسم کې سپور پوستکی نور هم خرابېږي، چې په سبب یې ډېرې میرمنې په اندښنه کې وي. دا چې د ژمي په موسم کې خپل پوستکی ښکلی وساتو نو اړینه ګڼل کېږي چې په ورځنې ډول مویز یا کشمش وخورو، ځکه چې دغه مېوه د پوستکي په تازه او ښکلي ساتلو کې مهم رول لوبوي. وایي چې د مویزو یا کشمشو په جوړښت کې ویټامین سي، سیلینیم او زنک شتون لري، چې دغه توکي د پوستکی د ښکلا لپاره اړین وي. دغه راز د مویزو یا کشمشو انټي اکساید پوستکی روغ ساتي.

د هاضمې سیستم ښه کوي:

د ژمي په موسم کې په ورځني ډول د مویزو یا کشمشو خوړل یوه دا ګټه هم لري، چې د هاضمې سیستم ښه کوي. ویل کېږي چې د مویزو یا کشمشو په جوړښت کې فایبر شتون لري، چې د هضم مرحله ښه کوي او زهرجن توکي د هضم مرحلې ته نه پرېږدي. دغه راز د مویزو یا کشمشو خوړل کولمې هم پاکوي.

د معدې له تېزابیت څخه مو ژغوري:

ویل کېږي چې په مویزو یا کشمشو کې په طبیعي ډول ګټور معدني توکي شتون لري لکه پوتاشیم، کاپر، اوسپنه او کلسیم چې د معدې له تېزابیت څخه مخنیوی کوي او سطحه یې برابره او متوازنه یې ساتي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …