د هند کرکټ بورډ نن د دسمبر په ٢٥مه نېټه، د جمعې په ورځ د اسټراليا سره د دويمې ټېسټ لوبې لپاره ١١ کسيز نوملړ اعلان کړ، دويمه لوبه سبا د دسمبر په ٢٦مه نېټه په ميلبورن کې پيلېږي.
د دويمې لوبې لپاره پريتوي شاو له لوبډلې څخه کېنول شوى دى، ځکه چې هغه په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ښه ونه ځلېده او د هغه پر ځاى شوبمن ګيل اخيستل شوى دى، چې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه به ترسره کړي.
شوبمن ګيل به د پيليزو توپوهونکو څخه وروسته توپوهنې ته راووځي، چې د پيليزو توپوهونکو په توګه به اجينکى ريهانى او ماينک اګروال توپوهنه پيلوي.
ويراټ کوهلي چې د لومړۍ ټېسټ لوبې وروسته هند ته ستون شوى دى، د هغه په ځاى اجينکى ريهانى لوبډلمشر ټاکل شوى دى.
ALERT🚨: #TeamIndia for 2nd Test of the Border-Gavaskar Trophy against Australia to be played in MCG from tomorrow announced. #AUSvIND pic.twitter.com/4g1q3DJmm7
— BCCI (@BCCI) December 25, 2020
هنوما ويهاري هم په ١١ کسيز نوملړ کې شامل دى او ريشب پانټ بيا د وريديمان ساها پر ځاى اخيستل شوى دى، چې د ويکټ ساتنې دنده به په غاړه ولري.
رويندرا جډيجا چې د ټپونو له امله په لومړۍ ټېسټ لوبه کې نه و لوبېدلى، په دويمه ټېسټ لوبه کې اخيستل شوى دى او هيله کېږي چې د روي چندرن اشوين سره په ګډه به ښه توپ اچونه ترسره کړي.
د هند ١١ کسيز نوملړ:
اجينکى ريهانى (لوبډلمشر)، ماينک اګروال، شوبمن ګيل، چيتيشور پجارا (مرستيال لوبډلمشر)، هنوما ويهاري، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، رويندرا جډيجا، روي چندرن اشوين او اميش يادو.
د يادولو وړ ده چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هند په دويمه پاڼۍ کې يوازې د ٣٦ منډو په جوړولو وسوځېده، چې دا يې د ټېسټ په تاريخ کې تر ټولو کمې منډې دي. اسټراليا په دغه لوبه کې په ستر توپير بريا خپله کړه او د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ کې د ١-٠ سره مخکې دى.