کورپاڼه / هنر او کلتور / مېرمن رخشانه، د افغانستان د موسيقۍ خوږ ژبې ملکه مړه شوه
مېرمن رخشانه ١

مېرمن رخشانه، د افغانستان د موسيقۍ خوږ ژبې ملکه مړه شوه

د افغانستان د موسيقۍ يوه خوږ ژبې سندرغاړې مېرمن رخشانه تېره ورځ مړه شوه، هغه امريکا ته مهاجره شوې وه، د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال بېرته هېواد ته راستنه شوې وه.

د مېرمن رخشانې خپل اصلي نوم حميده و او د فروزان په نوم په هنري نړۍ کې پېژندل کېده. ارواښاده د انګرېزانو پر ضد د خپلواکۍ جګړې د يوه اتل مرحوم جنرال اصيل خان لور وه.

د مېرمن رخشانې مور بي بي خديجه طرزي د کابل د نجونو ښوونځي د لومړنيو ښوونکو څخه وه، چې دغلته يې د موسيقۍ او خياطۍ درس ورکاوه.

د مېرمن رخشانې پلار په اصل کې د پکتيا ولايت و، چې په کابل او شمال کې يې دندې ترسره کړې وې او مېرمن رخشانه په کوهدامن کې زېږېدلې وې. هغې په ملالۍ ليسه کې زده کړې ترلاسه کړې وې او په پښتو او دري ژبو کې يې تر شپږ سوو څخه زياتې سندرې ويلې وې.

هغې ته د رخشانې نوم استاد عبدالروف بېنوا غوره کړى و، چې هغه وخت کې د افغانستان راډيو رييس و.

مېرمن رخشانه په ١٣٥٧ کال کې د ثور له اوومې نېټې وروسته امريکا ته کډواله شوه، خو کله چې په افغانستان کې د حامد کرزي حکومت راغى، نو يو ځل بېرته راستنه شوه او دلته يې د خلکو له لوري پراخ هرکلى وشو.

مېرمن رخشانه ٢

خو ويل کېږي چې د هغه وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين ورته ډېره پاملرنه ونه کړه.

مېرمن رخشانې په خپله يوه وروستۍ مرکه کې خپلې نوې پښتو سندرې هم زمزمه کړې وې او هيله يې څرګنده کړې وه، چې که وکولاى شي خپل هېواد ته ستنه شي او خپلې نوې سندرې ثبت کړي.

د افغانستان د موسيقۍ دې خوږ ژبې سندرغاړې تېره ورځ خپل روح حق ته وسپاره.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …