کورپاڼه / جالب / د ۸۰ کلن سړي له خېټې ډاکټرانو تر ۲ زره زیات کاڼي راویستي
۸۰ کلن سړی

د ۸۰ کلن سړي له خېټې ډاکټرانو تر ۲ زره زیات کاڼي راویستي

په هند کې  ډاکټرانو د ۸۰ کلن سړي په خېټه کې له ۲ زرو څخه زیات کاڼي یا پتري د الټراساونډ پر مهال ولیدل، چې وروسته يې د عملیاتو په ترسره کولو سره ترې راوویستل.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د هریانه اوسېدونکي ۸۰ کلن سري چند کیتل د جېپور یو روغتون ته د خېټې د دردونو له امله تللی و، خو د الټراساونډ وروسته ډاکټرانو ته معلومه شوه، چې د سړي په خېټه کې ډېر کاڼي دي، چې يې د هغه د عملیاتو پرېکړه وکړه.

په راپور کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال ډاکټرانو د سري چند کیتل له خېټې څخه ټول غټ ا واړه ۲۲ سوه او ۱۵ کاڼي راوویستل، چې په یو ساعت کې ډاکټرانو وشمېرل.

د دغه عملیاتو یو ډاکټر پوار رسنیو ته وویل، چې دا دریمه پېښه ده، چې هغوی د یو ناروغ له خېټې څخه تر دوه زره زیات کاڼي د عملیاتو له لارې راویستي دي.

هغه همدا راز وویل، چې په بنګال ایالت کې ډاکټرانو د یو سړي له خېټې څخه تر ۱۱ زرو زیات کاڼي راویستي و او همدا راز په راجستان ایالت کې بیا ډاکټرانو د یو سړي له خېټې څخه تر ۵ زرو زیات کاڼي راویستي و.

Loading...

دا هم ولولئ

آیا فرعون هم رسامي کوله؟

د لرغوني مصر پاچا فرعونیان که څه هم د بني اسرایلو، اهرامونو او د میمون …