کورپاڼه / بېلا بېل / د ۲۰۲۱ کال په اړه د ړندې نجومۍ بابا وانګا له اندېښنې ډکې وړاندوینې
بابا وانګا

د ۲۰۲۱ کال په اړه د ړندې نجومۍ بابا وانګا له اندېښنې ډکې وړاندوینې

د بلغاریا مشهورې مرحومې نجومۍ چې په ټوله نړۍ کې د بابا وانګا په نوم سره شهرت لري او له دې څخه مخکې یې هم ځینې داسې له اندښنۍ ډکې وړاندوینې کړې وې، چې بیا رښتیا شوې هم وې. دغه راز نوموړې میرمنې د راتلوونکې کال په اړه هم ځینې اړینې وړاندوینې کړي دي. بابا وانګا وایي، چې نوموړې ۲۰۲۱ کال له مصبیتونو او حادثو څخه ډک ګڼي، ټوله نړۍ به له ستونزو سره مخ شي، چې همدغه ستونزې به انساني لارې بدلې کړي. دغه راز یو ډېر ځواکمن ښامار به ټول انسانیت پخپله ولقه کې راولي، چې درې قوتونه به سره یوځای شي. ځینې تحلیل کوونکي ذکر شوی ښامار د چین اقتصاد او خورېدل یې بولي.

بابا وانګا زیاتوي، چې خلک به د خپلو عقیدو او مذهبونو پر بنسټ ډېر زیات وویشل شي، د روسیې د ولسمشر (پوتین) د وژنې هڅې به روانې وي او ترټولو حیرانوونکې وړاندوینه یې دا چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د رواني ناروغۍ ښکار وګرځي.

په لغاریایي ژبه کې (بابا) نیا یعنې د پلار یا د مور، مور ته ویل کېږي او دغه میرمن د یوې پېښې په سبب ړنده شوې ده. ویل کېږي چې بابا وانګا په ۱۹۱۱ م کال د جنورۍ په میاشت کې په بلغاریا کې زېږېدلې، یوه مذهبي مشره او د یوناني طیب حکیمه ده. د نوموړې په اړه مشهوره ده چې د ډېرو غیر عادي او حیرانوونکو وړتیاوو څښتنه ده، چې ګڼ شمیر ناروغان یې په درملنې سره ښه شوي دي.

ویل کېږي چې دغې میرمنې د روسیې د زوال، د چرنوبل اټومي پېښې، په ۲۰۰۴ کې د انډونیزیا او سونامې او د سمبر د ۱۱ نیټې د حملو په اړه هم وړاندوینې کړې وې، خو ځینې وړاندوینې یې غلطې هم ثابتې شوې دي. بابا وانګا په ۱۹۹۶ کال د اګسټ په ۱۱ نیټه وفات شوې ده.

بابا وانګا وایې، چې نړۍ به په ۵۱ پیړۍ کې له منځه ولاړه شي، خو د ۲۰۲۱ کال په اړه وایي، چې نوموړې لومړی د پنځه، بیا د سلو او ورپسې ډېر زیات د صفرونو عددونه ویني. دغه راز د راتلوونکي کال په اړه یې یوه ښه وړاندوینه هم کړې ده، یعنې په راتلوونکي کال کې به د سرطان تداويي هم په ښه توګه ترسره شي او د لمریز انرژۍ د ترلاسه کولو انقلابي لارې به پرانیستل شي.

یاده دې وي، چې د بابا وانګا ډېرې وړاندوینې غلطې هم ثابتې شوي دي.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …