کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ۲۰۲۱ کال سیالیو لپاره د میډلسکس لوبډلې له مجیب الرحمان سره تړون وکړ
مجیب الرحمان

د ۲۰۲۱ کال سیالیو لپاره د میډلسکس لوبډلې له مجیب الرحمان سره تړون وکړ

د انګلستان د کورنیو سیالیو ویټاليټي بلاسټ لوبډلې مډلسیکس اعلان وکړ چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال لپاره يې له افغان لیګ سپینر مجیب الرحمان سره تړون وکړ.

د یادې لوبډلې له لوري په یو خپور شوي راپور کې ویل شوي دي، چې افغان لوبغاړی مجیب الرحمان به یو ځل بیا لارډز لوبغالي ته راستون شي او د ۲۰۲۱ کال سیالیو کې به د دوی په ګټه ولوبېږي.

دوی وايي چچې مجیب الرحمان به د پيل څخه تر پای پورې له دوی سره ولوبېږي، که د دوی لوبډله چېرته بل پړاو ته لاړه هم نوموړی به له دوی سره و‍.

په راپور کې د مجیب الرحمان له قوله ویل شوي دي، چې ډېر خوشحاله دی چې په ۲۰۲۱ کال کې به یو ځل بیا د مډلسیکس لپاره په لارډز لوبغالي کې ولوبېږي. هغه زیاتوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د یادې لوبډلې سره له لوبېدو یې ډېر خوند اخیستی او دا ځل به هم د ښې لوبې هڅه وکړي.


مجیب الرحمان په ۲۰۱۹ کال کې د مډلسیکس لوبډلې لپاره ۱۰ لوبې ترسره کړې چې ۷ لوبغاړي يې سوځولي و.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د مجیب الرحمان د ښې لوبې په مټ د دوی لوبډله په ۲۰۱۹ کال کې ناک اوټ لوبو ته تللې وه، چې په کوارټر فاینل کې يې له نوټینګم شایر څخه ماتې وخوړه.

د یادولو وړ ده چې مجیب الرحمان اوسمهال په اسټرالیا کې دی، چې هلته د بیګ باش سیالیو کې د بریسبین هیټ لوبډلې لپاره لوبېږي. همدا راز تېره ورځ د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې هغه د بنګله ټایګرز لوبډلې واخیست، چې دا لیګ د جنورۍ په ۲۸مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …