کورپاڼه / روغتيا / هغه تېل چې پر نوکانو یې وهل د حافظې او اعصابو اړوند ستونزې حلوي؛ دغه راز د نوکانو او ناروغیو اړیکې
نوکان

هغه تېل چې پر نوکانو یې وهل د حافظې او اعصابو اړوند ستونزې حلوي؛ دغه راز د نوکانو او ناروغیو اړیکې

ځینې مشهور حکیمان او ډاکتران وایي، چې په هره دریمه ورځ دې د پښو او لاسونو نوکان که واړه هم وي باید پرې شي او د شړشمو تېل دې پرې ووهل شي. ویل کېږي چې د شړشمو تېل د یاداښت، د حافظې په ځواکمنولو، د عصبي کمزورۍ څخه په ساتنه، له وخته مخکې د زړښت په مخنیوي، د زنګون او بندونو په قوي کولو او د نظر د کمزورۍ په درملنه او پر دماغو د مثبتو اغېزو په کولو کې ګټور تمامېږي.

د امریکا د اوهاییو د ایالت د کلیولینډ روغتون ډاکتر جان انتوني وایي، چې زموږ د نوکانو مختلف حالتونه د بېلابېلو ناروغیو نښې ګڼل کېږي. د viralnova.com د ویب سایټ د راپور له مخې ډاکتر انتوني د نوکانو د مختلفو حالتونو او د ناروغیو ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې کړي، چې په لاندې ډول یې بیانوو.

  • ژیړ رنګه نوکان: ځینې وختونه د نوکانو د ژېړ رنګ مطلب دا وي، چې تاسي د اینما، د زړه او ځیګر په ناروغۍ او د غذایي توکو له کمښت سره مخ یئ.

  • سپین نوکان: که چېرته مو د نوکانو په اړخونو کې سپینوالی ډېر و، نو ددې مطلب دادی چې د ځیګر له ستونزې سره مخ یئ. دغه راز د نوکانو دغه ډول رنګ د ژېړي د ناروغۍ نښه هم ده.

تک ژېړ نوکان: ویل کېږي چې تک ژېړ نوکان د فنګس په نوم د پوستکي د ناروغۍ نښه ده. دغه راز د سږو او شکر نښه هم کېدلی شي.

خراب نوکان یا هغه نوکان چې سطحه یې برابره نه وي: ویل کېږي چې خراب نوکان پر پوستکي د داغونو د را پیدا کېدو نښه وي.

مات شوي نوکان: د وچو یا ماتو شوو نوکانو مطلب دادی، چې تاسې د غدو په ناروغۍ اخته یئ. دغه راز د فنګس د ناروغۍ نښه هم ګڼل کېږي.

پړسېدلي نوکان: پړسېدلی او هغه نوکان چې اړخونه یې سور رنګ خپلوي، د پوستکي د ناروغیو نښه وي.

د نوکانو لاندې خړ رنګه کرښه:

ویل کېږي چې د نوکانو په دې ډول حالت سره باید زر تر زر ډاکتر ته مراجعه وکړو، ځکه چې دا ډول حالت د پوستکي د سرطان نښه کېدلی شي.

د نوکانو سوري کېدل:

که چېرته مو نوکان سوري کېدل، نو ددې مطلب دادی چې ستاسې نوکان د خرابېدو سره مخ دي. دغه راز د Psoriasis په نوم د ناروغۍ نښه هم ده.

په نوکانو کې په عمودي ډول پړسوب ښکاره کېدل:

که چېرته ستاسې نوکان خراب وي یا سطحه جګه او ټیټه وي، نو په عمودي ډول پړسېدلی شي. ویل کېږي چې ددې مطلب دادی چې تاسې په کومه خطرناکه ناروغۍ اخته یئ او بدن مو ټوله انرژي د کومې ناروغۍ پر وړاندې مصرفوي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …