کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ایا یوازې د “مس کال” له لارې هم موبایل هېک کېدای شي؟
موبایل هېک

ایا یوازې د “مس کال” له لارې هم موبایل هېک کېدای شي؟

د ځیرکو موبایل کاروونکو لپاره بد خبر دا دی، چې تازه د مس کال یا نامکمل زنګ له لارې هم ځیرک موبایلونه هېک کېدای شي.

د برېتانیې د رسنیزې ادارې بي بي سي په یو راپور کې ویل شوي دي، که تاسې ته یو زنګ راشي او تاسې هغه زنګ ځواب نه کړئ او یا يې قطع کړئ، هم ستاسې موبایل یوازې د مس کال له لارې هم هېک کېدای شي.

په راپور کې ویل شوي، د ټېکنالوژۍ پوهانو دې ډول هېک ته د “زیرو کلیک” نوم ورکړی دی او ويلي يې دي چې اوس ستاسې ځیرک موبایلونه یوازې د مس کال له لارې هم هېک کېدای شي.

د انټرنېټ او سایبري امنیت ادارې په یو تازه راپور کې ویلي دي، چې په روان کال کې د ۳۶ خبریالانو موبایلونه په دې ډول هېک شوي دي.

کاناډايي ادارې ویلي دي، چې د اسراییلو جاسوسې ادارې د دې خبریالانو موبایلونه د پیګاس سپای ویر په مرسته هېک کړي دي.

د یادولو وړ ده چې د ګوګل شرکت یوې ځانګړې ډلې تر څېړنو وروسته د اکتوبر په میاشت کې ویلي و، چې د انډرویډ اپریټنګ سیسټم کې داسې خامۍ دي، چې په اسانۍ سره د سامسنګ ایس ۷ او له هغه وروسته راغلي موبایلونه، د هواوې موبایلونه او د ګوګل خپل موبایلونه هېک کېدای شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ د ترټولو ګړندۍ الوتکې تصویرونه خپاره شول

تر اوسه پورې به مو د الوتکو بېلابېل ډولونه لېدلي وي، چې ځینې یې غټې، …