کورپاڼه / روغتيا / هغه ۹ سببونه چې ذهني فشار او پریشاني ممکنوي
ذهني فشار

هغه ۹ سببونه چې ذهني فشار او پریشاني ممکنوي

ویل کېږي چې ذهني فشار انسان له مختلفو ستونزو سره مخ کوي، چې بیا زړه تنګي، په نه خبره غوسه او سستي یا لټي رامنځته کوي او په داسې حالاتو کې ناروغ کس پوره خوب نه شي کولی او د ډېرې ناهیلۍ په سبب د فکر کولو وړتیا له لاسه ورکوي. نو راځئ چې نن ورځ هغه سببونه ولولو، چې ذهني فشار او پریشاني رامنځته کولی شي.

امیندواري:

ډېری میرمنې د امیندوارۍ پرمهال ځینې شیان په یاد نه شي راوړلی، ځکه چې د امیندوارۍ په مرحله کې د میرمنو په بدن کې ځینې بدلونونه رامنځته کېږي، چې بیا د حمل یا جنین ساتنه او پالنه کوي او همدغه بدلونونه د میرمنو حافظې ته د ستونزو سبب کېږي.

له یو څخه ډېر سکلیروسیس:

د ذکر شوې ناروغۍ په اړه ویل کېږي، چې مرکزي اعصاب اغېزمنوي، د بدن او دماغو اړیکه بدلوي او په دې ناروغۍ اخته تقریباً نیمایي یې خپله حافظه او تمرکز له لاسه ورکوي.

درمل:

ویل کېږي چې ځینې درمل د روغتیا لپاره زیانمن ثابتېږي، چې ډاکتران یې د استعمال لارښوونه هم کوي. دغه ډول درمل پر دماغو اغېز ښېندي او په فعالیتونو کې یې ستونزه رامنځته کوي.

د سرطان درملنه:

د سرطان په کیموتراپۍ سره ځینې وختونه په دماغو اغېزې غورځي، چې بیا د شیانو او تاریخونو په یادولو کې ستونزه راولاړوي. ویل کېږي چې دغه ستونزه زر حلېږي، خو ځینې وختونه دوام هم کولی شي.

د حیض درېدنه:

کله چې میرمنې دې مرحلې ته ورسېږي، نو د ډېرو شیانو نومونه هېروي، چې عموماً له پنځوس کلنۍ څخه وروسته پېښېږي. په داسې حالاتو کې پریشاني، ناڅاپي خوله، د زړه د درزا ډېرېدل او نورې نښې نښانې د یادولو وړ دي، چې درملنه یې په ځینو هورموني درملو سره کېدلی شي.

همیشنۍ ستړیا:

دا یوه پیچلۍ ناروغي ده، چې عضلې کمزورې کوي او ټاکلي فعالیتونه نه شي ترسره کولی، چې بیا زموږ د فعالیتونو وړتیاوې تر اغېز لاندې راولي او د پریشانۍ، هېرولو، او د تمرکز د نشتون سبب ګرځي، چې ځینې درمل یې په درملنه کې ګټور تمامېږي.

خپګان:

د خپګان پرمهال د ځینو شیانو را په یادول ستونزمن کېږي او پر دماغو اغېز پرېوځي، چې بیا ذهني فشار او پریشاني رامنځته کوي.

خوب:

ویل کېږي چې پوره خوب د دماغو په ښه کولو کې مرستندویه وي، خو ډېر خوب پر دماغو اغېزمن تمامېږي. ددې لپاره له ۹ ساعتونو زیات خوب مه کوئ، له خوراک وروسته یخ څښاک مه کاروئ او د وېده کېدو پرمهال موبایل له ځانه لېرې کړئ.

ځوانکې یا ځواني دانې:

ویل کېږي چې د دفاعي سیستم په کمزورۍ سره پر پوستکي ځوانکې راخېژي، خو یاده دې وي چې په هر کس د مختلفو سببونه په نتیجه کې ځوانکې څرګندېږي، چې بیا همدغه دانې پر دماغو اغېز پرېباسي او د پریشانۍ او د نه تمرکز ستونزې رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …