کورپاڼه / هنر او کلتور / دلراج: نه مې څوک خوښ شوي او نه مې واده ذهن ته راغلی
دلراج

دلراج: نه مې څوک خوښ شوي او نه مې واده ذهن ته راغلی

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې دلراج وايي، چې تراوسه پورې يې نه څوک خوښ شوي دي او نه يې هم کله د واده په اړه فکر کړی دی، چې واده به هم کوي.

دلراج چې د څلور کلنۍ څخه يې سندرې ویل پیل کړي و، اوس د ۲۱ کالو پېغله ده، چې ډېر مینه وال لري.

له سندرغاړې دلراج سره وي او اې ډیوه راډیو یوه مرکه کړې ده، چې نوموړې په کې د خپل ژوند په اړه غږېدلي دي.

دلراج

د یوې پوښتنې په ځواب کې دلراج وايي، چې په سندرو کې دومره بوخته وه، چې هېڅ مینې ته نه ده وزګاره شوې، هغه وايي چې نه يې څوک خوښ شوي او نه يې هم کله واده ذهن ته راغلی چې ګني واده به هم کوي.

د خپل ماشومتوب په اړه دلراج وايي، چې په کوچنیوالي کې یې له ماشومانو سره لوبې نه دي کړي او نه هم په کوچنیوالي پوه شوې ده، خو ډېره وړه وه چې سندرې ویل يې پيل کړي او تراوسه سندرې وايي.

دلراج

دلراج تر شپږم ټولګي پورې زده کړې ترلاسه کړې دي او د هنر په نړۍ کې له شهرت ترلاسه کولو وروسته ترې زده کړې نیمګړې پاتې شوې دي.

د دلراج سندرې هر هغه ځای اورېدل کېږي، چېرته چې پښتانه ژوند کوي، خو هغه بیا په خپله وايي، چې افغانان ورسره له حده ډېره مینه کوي او دومره مینه ورسره د بل ځای خلکو نه ده څرګنده کړې.

دلراج

نوموړې چې لسګونه د سندرو البمونه يې بازار ته راغلي دي، تر څنګ يې د فلمونو لپاره هم ډېرې سندرې ویلي دي او همدا راز په ډېرو کنسرټونو کې يې هم ګډون کړی دی، خو هغه وايي چې د غزل ویل يې ډېر خوښېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان: د دې عزت او مقام ترلاسه کولو کې ٣٤ کاله لګېدلي

د هندي فلمونو مشهور ستورى سلمان خان وايي، چې دا عزت او مقام يې په …