کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ویوو نوی ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

ویوو نوی ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

د ځیرکو موبایلونو جوړونکي ششررکت سږکال د سپتمبر په میاشت کې وي ۲۰ لړۍ موبایلونه بازار ته وړاندې کړي و، خو اوس يې د دې لړۍ یو بل نوی موبایل هم جوړ کړی.

د راپورونو په وینا، ویوو د دې لړۍ نوی موبایل په ډېرې خاموشۍ سرره بازار ته وړاندې کړی دی، چې وي ۲۰ (۲۰۲۱) دی او دا نوی ورژن موبایل يې یوازې درې میاشتې وروسته مارکیټ ته راویستی.

دا موبایل د ویوو شرکت په هند کې بازار ته وړاندې کړی دی، چې د تېرو موبایلونو څخه پکې ډېر بدلون نه دی راوستل شوی، خو پراسیسر يې ضرور تر نورو بدل دی.

په دې نوي موبایل کې ۶.۴۴ انچه ایف ایچ ډي پلس امولیډ سکرین لګېدلی دی، همدا راز  فنګر پرنټ سنسر هم د سکرین په منځ کې ورکړل شوی دی.

په دې موبایل کې د کوالکوم سننيپ ډریګن ۷۲۳۰ جي پراسیسر ورکړل شوی دی، په تېر  ماډلل کې يې ۷۲۰ جي پراسیسر ورکړی و.

همدا راز ۸ جي بي ريم او ۱۲۸ جي بي سټوریج یا میموري پکې ورکړل شوې ده، چې تر ۱۰۰۰ جي بي پورې میموري کارټ هم پکې لګولی شئ.

د ویوو وي ۲۰ ۲۰۲۱ کېط ۴۰۰۰ ایم اې ایچ بیټري لګېدلې ده، چې ۳۳ واټ چټک  چارج کوي. همدا راز د انډرویډ ۱۱ اپریټنګ سیسټم پکې انسټال دی.

په نورو ځانګړتیاوو کې ۵.۱ بلیوټوت، د ګوشکیو ځای او د دوه سیمکارټونو ځای هم لري.

د موبایل په شا ۳ کمرې لګول شوي دي، چې مهمه کمره يې ۶۴ میګا پکسله ده، تر څنګ يې د ۸ میګا پکسله وایډ اینګل کمره لګېدلې ده او د ۲ میګا پکسله ډیپت سنسر  کمره هم لري.

د  دې موبایل مخامخ کمره ۴۴ میګا پکسله ده چې د  4K ویډیو ریکارډ هم کوي.

د دې نوي موبایل بیه ۳۹۹ امریکايي ډالر ټاکل شوېه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

فضايي هوټل ١

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل به څه ډول وي؟

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل (سپېس هوټل) به په ٢٠٢٥ کال کې بشپړ شي …