کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبغاړي جلال اباد کې تمرینات ترسره کوي او که چکرو له تللي؟

افغان لوبغاړي جلال اباد کې تمرینات ترسره کوي او که چکرو له تللي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۲۵ لوبغاړي جلال اباد کې تمریناتي کمپ ته تللي دي، خو د تمریناتو پر ځای ټول هلته چکرې وهي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ملي لوبغاړو د چکرو، خوراکونو او مېلمستیاوو عکسونه خو ډېر خپرېږي، خو د تمریناتو هېڅ درک نشته دی او نه يې هم کرکټ بورډ په اړه معلومات خپروي.

ځینې سرچینې وايي، چې د جلال اباد تمریناتي کمپ ته ۲۵ لوبغاړي غوره شوي دي، چې څو ورځې وړاندې تللي، خو کرکټ بورډ تراوسه پورې نه د لوبغاړو نومونه خپاره کړي او نه يې هم د تمریناتي کمپ په اړه معلومات ورکړي دي.

د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ د جنورۍ میاشتې په ۱۸ نېټه ترسره کېږي، چې تراوسه پورې د دې لوبو ځای هم نه دی مشخص شوی، چې دا سیالۍ چې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي، چېرته به ترسره شي.

د ایرلېنډ کرکټ بورډ بیا دوه اونۍ وړاندې خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده، خو افغانستان د لوبډلې څه، چې د تمریناتي کمپ لپاره د غوره شویو لوبغاړو نومونه يې هم نه دي شریک کړي.

د یادولو وړ ده چې له کله راهیسې فرهان یوسفزی د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل شوی، د افغانستان کرکټ په شا روان شوی دی.

افغانستان چې د ټېسټ لوبډلو درجه بندۍ کې نهم مقام ته رسېدلی و، اوس د دغه درجه بندۍ څخه بهر شوی دی او د شل اوریزو لوبډلو په درجه بندۍ کې له اووم مقام څخه نهم مقام ته ښکته شوې ده.

شاوخوا یو کال کېږي، چې افغانستان کومه نړیواله لوبه نه ده ترسره کړې، افغانستان په وروستي ځل د مارچ په میاشت کې ایرلېنډ سره درې نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې وې او همدا راز اوس په جنورۍ کې بیا د ایرلېنډ سره درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.

همدا راز د افغانستان د ایف ټي پي لوبې هم د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …