کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د اسټرالیا لوبډله په ۱۹۵ منډو وسوځوله
هند لوبډله

هند د اسټرالیا لوبډله په ۱۹۵ منډو وسوځوله

په دویمه ټېسټ لوبه کې هند ښه توپ اچونه ترسره کړه چې د اسټرالیا لوبډله يې په لومړۍ ورځ په ۱۹۵ منډو وسوځوله.

د هند او اسټرالیا ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه نن په میلبورن کې پیل شوه. د لوبې په پیل کې اسټرالیا پچه وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې مارنوس لابوشین ۴۸، ټریویس هیډ ۳۸ او میتیو ویډ ۳۰ منډې وکړې. همدا راز سټیو سمیت په صفر وسوځېده.

د هند له لوري جسپریتت بومرا او روي چندرن اشوین په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې بومرا ۴ او اشوین ۳ لوبغاړي وسوځول، همدا راز محمد سراج ۲ او رویندرا جډیجا ۱ ویکټ واخیسته.

د اسټرالیا پاڼۍ د ختمېدو وروسته هند لومړۍ پاڼۍ پیل کړې ده، چې ۱ لوبغاړی يې سوځېدلی او ۳۶ منډې يې ترلاسه کړې دي. د هند ماینک اګروال په صفر سوځېدلی دی.

د یادولو وړ ده چې د ویراټ کوهلي په نه شتون کې اجینکی ریهانی د هند لوبډلمشري په غاړه لري او محمد سراج او شوبمن ګیل د هند لپاره لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي.

دا هم ولولئ

سکاټلېنډ د بنګله دېش لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه

د مهدي حسن او شکیب الحسن ښې توپ اچونې پرېنښوده چې د سکاتلېنډ توپ وهونکي …