کورپاڼه / د تاریخي ځایونو د ودانولو اقتصادي ارزښت
دارالامان ماڼۍ

د تاریخي ځایونو د ودانولو اقتصادي ارزښت

ليکوال: محمد داود نیازی

خپلواک وېبپاڼه – په نژدې وختونو کې افغان ولسشمر محمد اشرف غني په هېواد کې د تاریخي ودانیو جوړولو ته پاملرنه کړې ده چې ځینې خلک پرې نیوکه کوي او استدلال کوي چې د دې پر ځای باید یوه فابریکه او یا هم روغتون جوړ شي. دا نیوکې درې ډلې خلک کوي:

– لومړی د ولسمشر سیاسي مخالفین

– دویم هغه خلک چې د دې ماڼيو په ورانولو کې لاس لري

– دریم هغه خلک چې رښتیا هم غواړي پوه شي

لومړۍ ډله پوهيږي خو مخالفت کوي، دویمه ډله یې په ارزښت نه پوهيږي ځکه خو یې وران کړي.دارالامان ماڼۍ ١

دریمه ډله خلک باید په دي پوه شي چې په دې ډول ځایونو مصرف نه دی بلکې پانګونه ده تر څنګ یې د افغانستان عزت مسله هم ده، ځکه که یو څوک څيړنه او یا د سیاحت لپاره افغانستان ته راشي او تاسو څخه پوښتنه وکړي چې د افغانستان بنسټ ایښودونکی څوک دی؟ ستاسو ځواب احمد شاه بابا وي او هغه وغواړي مقبرې ته یې لاړ شي، نو که تاسو يې کنډوالې ته ودروئ ښه ده او که ابادې مقبرې ته، په همدې ډول د غازي امان الله خان مقبره یا ماڼۍ او بله خبره دا چې د یو جنګسالار په مقبرې ډیر مصرف ترسره شوی او که په دې ودانيو؟

موږ باید متفاوت فکر ولرو، ځکه په هندوستان کې یو میلیارد هندوان اوسیږي، تاج محل یې یوازې د پیسو ګټلو لپاره ساتلی، دا په داسې حال کې ده چې سورت یاسین هم پرې لیکل شوی دى.

خو زموږ بامیان چې (بوټان، سریلانکا، نیپال، برما، بنکاک، چین، هندوستان، جاپان، تایلېنډ) هېوادونه بودایان لري او په نړۍ کې تقریبا ٥٠٠ میلونه بودایان دي، له بامیانو څه ګټه وکړه فکر وکړئ چې هر کال یوازې پینځه لکه خلک بامیانو ته راشي او هر یو درې زره امریکايي ډالره مصرف وکړي، نو افغانستان به څومره ګټه وکړي او څومره خلک به ورسره کار کوي.باميان

نو ځکه په داسې ودانیو او تاریخي او مذهبي ځایونو مصرف ترسره کول پانګونه ده چې په راتلوونکي کې پرې ډيره ګټه کولای شو.

Loading...

دا هم ولولئ

سوډان

سوډان کې د مرتد کېدو سزا لغوه او پر شرابو لګېدلى بندېز ليرې شو

په سوډان کې حکومت په قانون کې يو شمېر بدلونونه راوستي دي، چې له مخې …