کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د روسيې د ولسمشر لور د ټک ټاک په څېر اپليکېشن جوړوي
ټک ټاک

د روسيې د ولسمشر لور د ټک ټاک په څېر اپليکېشن جوړوي

د روسيې د ټېکنالوژۍ يو شرکت، چې مشره يې د روسيې د ولسمشر لور کترينه ده، د ټک ټاک په څېر اپليکېشن جوړولو باندې يې کار پيل کړى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په روسيه کې د رسنيو تر ټولو ستر شرکت ګيز پروم، او د روسيې د ولسمشر پوتين لور کترينه تيخونوف شرکت په ګډه د اټک ټاک په څېر اپليکېشن جوړوي، چې د (يامولودتس) نوم ورته ورکړل شوى دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې ګيز پروم شرکت د حکومت تر چتر لاندې کار کوي او د انرژۍ په برخه کې هم د روسيې يو ستر شرکت دى، د کترينه تيخونوف د شرکت سره په ګډه يې دا اپليکېشن جوړ کړى دى.

د ګيز پروم شرکت له لوري په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د چينايي اپليکېشن ټک ټاک په څېر اپليکېشن يې جوړ کړى دى، چې همداسې کوچنۍ ويډيوګانې به پکې خپرېږي، دوى وايي چې د اپليکېشن ازمايښت يې پيل کړى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا اپليکېشن به د راتلونکي کال په پيل کې خپور شي، په لومړي سر کې به دا يوازې د روسيې خلک کاروي او که چېرته کامياب شو، نو ښايي نورو هېوادونو کې هم خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

د ګيز پروم شرکت اجراييوي رييس وايي، چې د د پوتين لور ٣٤ کلنه کترينه تيخونوف له دوى سره د دې اپليکېشن په جوړولو کې شريکه ده او دا اپليکېشن به د بلاګرانو او خبريالانو لپاره ډېر ګټور وي، چې هغوى به پکې کوچنۍ کوچنۍ ويډيوګانې اچولى شي.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …