کورپاڼه / روغتيا / هغه خواړه چې د لټۍ یا کمزورۍ سبب کېږي
خواړه

هغه خواړه چې د لټۍ یا کمزورۍ سبب کېږي

ویل کېږي هغه خواړه چې موږ یې په ورځني ډول استعمالوو، ځینې یې زموږ وجود ته انرژي او ځواک ورکوې، خو ځینې یې داسې هم شته چې له کمزورۍ او سستۍ سره مو مخ کوي. د سکایي نیوز د یو راپور له مخې ویل کېږي، چې بدني ستړیا یا سستي په ځینو وختونو کې د خوړو په سبب رامنځته کېږي. نو ددې لپاره باید ډېره پاملرنه وکړو او د خوراکي توکو اغېز په نظر کې ونیسي. هغه خوراکي توکي چې بدن له کمزورۍ سره مخ کوي په لاندې ډول دي:

خواږه شیان:

ویل کېږي چې د هغه خوراکي توکو له استعمال څخه ډډه وکړئ، چې ډېره بوره پکې
کارول شوي وي. که څه هم له بوره لرونکو شیانو څخه وجود ته انرژي رسېږي، خو تر ډېره پورې دوام نه شي کولی او کله چې په وینه کې د شکر اندازه ډېره شي، دماغو ته ضرر رسولی شي، چې په پایله کې وجود انرژي له لاسه ورکوي.

انرژیان او یخ څښاک:

ویل کېږي چې دغه ډول څښاک په لږ وخت کې جوړېږي، چې استعمال یې په بدن کې د شکر کچه ډېروي او په پایله کې بدن له ستړیا سره مخ کوي.

سپینه ډوډۍ:

د روغتیایې کارپوهانو لخوا همیشه دا مشوره ورکول کېږي، چې له سپینو اوړو څخه د تیارې ډوډۍ له خوړلو ډډه وکړئ او پرځای یې هغه ډوډۍ وخورئ، چې له خړ رنګه اوړو څخه تیاره شوي وي. روغتیایي کارپوهان وایي، چې د سپینې ډوډۍ کاربوهایډریټ یا نشایسته په وینه کې د شکر اندازه ډېروي. دغه راز له غلو، دانو او غنمو څخه په تیارې شوې ډوډۍ د هضم مرحله تر ډېره دوام کوي، چې د بدن انرژي هم دوامداره ساتي.

سره کړي شیان:

ویل کېږي چې د سرو کړو شیان په هضمولو کې یو څه وخت ته اړتیا وي. دغه راز له بدن څخه د بدن غړو ته د وینې په رسولو کې هم ډېرې خوارۍ ته اړتیا وي، چې په دې سره د بدن د انرژۍ کچه کمېږي. بله خوا ویل کېږي، دغه اصول په هغه خوړو هم اطلاق کېږي، چې تر ډېره پورې نه هضمېږي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …