کورپاڼه / خبرونه / محمد اصف: په هغه خلکو دې لعنت وي چې محمد عامر يې بیا کرکټ ته راوستی و

محمد اصف: په هغه خلکو دې لعنت وي چې محمد عامر يې بیا کرکټ ته راوستی و

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي محمد اصف د پاکستاني لوبغاړي محمد عامر په استعفا سخت غبرګون ښکاره کړ او وې ویل چې په هغه خلکو دې لعنت وي، چې د محمد عامر د بیا راوستلو لپاره يې هلې ځلې کړې وې.

محمد عامر باندې په کرکټ کې د فساد له امله پنځه کلن بندېز لګېدلی و، چې د یاد بندېز ختمېدو وروسته هغه بیا نړیوال کرکټ ته راستون شو، خو لومړی يې له ټېسټ لوبو استعفا ورکړه او په دې وروستیو کې يې له نړیوال کرکټ استعفا ورکړه او وې ویل چې د پاکستان لوبډلې د اوسني منیجمنټ سره نور کرکټ نه شي کولی.

هغه وویل، چې له تېر څه وخت راهیسې له ده سره عقديي چلند کېږي او منیجمنټ ورسره سمه رویه نه کوي او نور د ښه صېب تکرار نه شي کولی.

د محمد عامر په استعفا د پاکستان پخوانیو بېلا بېلو لوبغاړو بېلا بېل غبرګونونه ښکاره کړل، خو اوس محمد اصف په محمد عامر د استعفا له امله سختې نیوکې وکړې.

محمد اصف وايي، چې د بندېز نه وروسته پاکستان کرکټ بورډ د محمد عامر کیریر بچ کړ او دا د محمد عامر فرض جوړېده چې د پاکستان لپاره يې لا ډېر زیار او خواري کړې وای.

نوموړي وویل، بیا هم دا د پي سي بي پرېکړه ده چې محمد عامر ته د استعفا اجازه ورکوي، خو زه په هغه خلکو لعنت وایم، چې د عامر د بیا راوستلو لپاره يې هڅې کړې دي.

د یادولو وړ ده چې محمد عامر چې کله د ټېسټ لوبو څخه استعفا ورکړې وه، هم د پاکستان ځینو پخوانو لوبغاړو پرې سختې نیوکې کړې وې.

هغه د کرکټ څخه د استعفا ورکولو ګام د نیوزیلېنډ پر وړاندې لوبو ته نه اخیستو وروسته پورته کړ.

دا هم ولولئ

اشرف غني او محمد نبي

اشرف غني له کپتان محمد نبي سره په ټیلیفون خبرې وکړې

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته …