کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستان څومره افغانانو ته تابعیت ورکړی؟

پاکستان څومره افغانانو ته تابعیت ورکړی؟

پاکستان هغه لیسټ خپور کړی دی، چې په تېرو لس کلونو کې يې د کوم کوم هېوادونو خلکو ته تابعیت ورکړی دی، په دې لیسټ کې یو شمېر افغانان هم شامل دي، چې د پاکستان حکومت ورته تابعیت ورکړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، پاکستان په تېرو لسو کلونو کې ۶۳۵ بهرنیو وګړو ته د تابعیت اسناد ورکړي دي، چې تر ټولو زیات پکې هندیان دي.

په راپور کې ویل شوي چې ۴۶۱ هندیانو د پاکستان تابعیت ترلاسه کړی دی، همدا راز ورپسې دویم افغانان دي چې پاکستان ۴۳ افغانانو ته د تابعیت اسناد ورکړي دي.

همدا راز د سریلانکا ۲۲، د انګلستان ۱۴، د بنګله دېش ۱۴، د فلیپین ۱۲، د امریکا ۱۰ او د سویټزرلېنډ ۶ کسانو پاکستانی تابعیت ترلاسه کړی دی.

د یادولو وړ ده چې پاکستان ته میلیونونه افغانان کډوال شوي و، چې که څه هم ډېری يې په تېرو دوه لسیزو کې هېواد ته بېرته راستانه شوي دي، خو اوس هم هلته لکونه افغانان مېشت دي.

په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته د پاکستان حکومت له لوري مهاجر کارټونه ورکړل شوي دي او هلته افغانان دا حق نه لري، چې د پاکستان تابعیت ترلاسه کړي او د افغانانو په پاکستان کې د اوسېدو په بدل کې نړیوال پاکستان سره مرستې کوي.

خو د رسنیو په راپورونو کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه ۴۳ افغانان څوک دي او په کوم اساس ورته د پاکستان تابعیت ورکړل شوی دی.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …