کورپاڼه / هنر او کلتور / ګل پاڼه: د کورونا وبا ته اندېښمنه یم، د انسانانو ژوند تر هر څه مهم دی
ګل پاڼه

ګل پاڼه: د کورونا وبا ته اندېښمنه یم، د انسانانو ژوند تر هر څه مهم دی

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې ګل پاڼه وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وبا ته اندېښمنه ده، ځکه چې د انسانانو ژوند تر هر څه ډېر مهم دی.

نوموړې چې د وي او اې ډیوه راډیو سره يې خبرې کولې، په خپلو خبرو کې وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا له امله د هنرمندانو کارونه هم ډېر اغېزمن شوي دي.

ګل پاڼه

نوموړې وايي، په دې کال کې يې د سندرو یو البم هم خپور کړ، چې خلکو خوښ کړ او همدا راز د خپلو سندرو لپاره يې د یوټیوب چېنل هم جوړ کړی دی.

ګل پاڼه وايي، چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال لپاره يې یوه سندره هم ثبت کړې ده او هیله منه ده چې د هغې مینه وال به يې دا سندره هم خوښه کړي.

نوموړې سږکال د کورونا وبا له امله اندېښمنه ده او وايي چې د انسانانو ژوند تر هر څه مهم دی. هغه وايي، خدای دې وکړي چې د ټولې نړۍ انسانان له دې وبا څخه خوندي شي.

ګل پاڼه

د یادولو وړ ده چې ګل پاڼه د پښتو ژبې په هغه سندرغاړو کې شامله ده، چې ډېرې زده کړې يې ترلاسه کړې دي. نوموړې د پښتو تر څنګ په اردو ژبه کې هم سندرې وايي او همدا لامل دی چې په ټولنیزو رسنیو کې هم په میلیونونو مینه وال لري.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …