کورپاڼه / ليکنې / آیا د ډېرې ځیرکتیا او هوښیارۍ دا نښې، نښانې لرئ؟
ځیرکتیا

آیا د ډېرې ځیرکتیا او هوښیارۍ دا نښې، نښانې لرئ؟

ډېری ارواپوهان په دې فکر دي، چې د یو چا د ځیرکتیا او هوښیارۍ په اړه په لومړي ځل څه نه شو ترلاسه کولی، ځکه چې په دې برخه کې د ځیرکتیا یا هوښیارۍ ډېر ډولونه په پام کې نېول کېږي. د مشهور ارواپوه هوورډ ګارډنر د نظر له مخې د ځرکتیا یا هوښیارتیا ۹ ډولونه دي. نو که غواړئ چې پوه شئ، چې تاسې څومره ځیرک یا هوښیار یې؛ لاندې نښې، نښانې یې ولولئ.

له نورو سره همدردي کول:

دا د جذباتي ځیرکتیا ترټولو مهم اړخ دی. ویل کېږي چې جذباتي ځیرکتیا ددې لپاره استعمالېږي، چې د یو چا د جذبو په درک پوه شو یا یې د بیانولو اندازه وښایو. وایي چې په لومړي سر کې د خپلو جذبو معلومول اړین وي، خو هغه کسان چې د ډېرې جذباتي ځیرکتیا خاوند وي، له دې څخه هم خبر وي چې نور خلک څه ډول فکر او احساس کوي. دلته له ډېرې زیاتې همدردۍ څخه موخه داده، چې تاسې حس کړئ، چې نور خلک له کومو ستونزو سره مخ دي.

یواځیتوب خوښول:

آیا پوهېږئ چې په یواځیتوب کې خوښ اوسېدل د ځیرکتیا یوه نښه ده. د ۲۰۱۶ کال د یوې څېړنې له مخې ویل کېدل، چې ډېر ځیرک کسان له خپلو ملګرو سره په راشه درشه کې د ارامۍ احساس نه کوي. ځکه چې له خلکو سره په ډېره راشه درشه کې ځان ته کمه پاملرنه کېږي، چې بیا له خپلو هیلو او هدفونه څخه په فاصله کې واقع کېدلی شي.

تل د پوهې په لټه کې اوسېدل:

یعنې ځیرک کسان په ساده وضاحتونو اکتفا نه کوي، تل د مطالعې، ادبیاتو او د نورو ژبو او کلتورونو په څېړنه کې ارامتیا حاصلوي. یعنې دغه خلک پلټوونکې وي، په نوو او په زړه پورو موضوعاتو پسې لټه کوي او له بحث څخه خوند اخلي.

ښه مشاهده:

ویل کېږي چې د خپلې شاوخوا څخه په پوره توګه خبرتیا د ځیرکتیا یوه نښه ده، چې په حقیقت کې یوه ښه مشاهده د ځیرکتیا د مختلفو ډولونو برخه ګڼل کېږي.

ښه یاداښت:

کیدای شي تاسې یې ونه شئ ویلی چې څو کاله دمخه یو ناشنا ځای، کوڅې یا دوکان ته څنګه تللي وئ. دا د ځیرکتیا یو داسې ډول دی، چې خلکو ته خپل حرکتونه او کړنې ور په یادوي، چې بیا یې تکراراً کول اسانوي. هر څوک په ژوند کې له هر ډول ستونزو سره مخ کېږي، خو ځیرک او هوښیار یې بیا هغه دی، چې د وخت مطابق ځان برابر کړي او د حالاتو سره سم پر مخ ولاړ شي.

ستونزې حلول:

ویل کېږي چې د خلکو ترمنځ د ستونزو هوارول هم د ځیرکتیا یوه برخه ګڼل کېږي. هغه خلک چې دغه وړتیا په ځان کې لري، د نورو په باډي لینګویچ هم ډېر ښه پوهېږي.

د شیانو په اړه فکر کول:

ویل کېږي چې فکر کول انسان دې ته تیاروي، چې د پېښو پر وړاندې یې تیار کړي. که څه هم د ژورخپګان ناروغان تر ډېره په فکر کې ډوب وي، خو ډېر ځلې دغه عادت د ځرکتیا نښه ګڼل کېدلی شي.

د خپلو احساساتو کنټرولول:

هر یو کس وخت نا وخت له ډېرو ځورونکو احساساتو سره مخ کېږي، چې کنټرول یې د ځیرکتیا نښه ده. هغه کسان چې د جذباتي ځرکتیا لرونکي وي، ډېر پیچلي احساسات هم درک کولی شي، چې بیا ښه او بد احساسات سره بېلوي او اړوند کړنه سرته رسوي.

Loading...

دا هم ولولئ

خلک

څنګه کولی شو چې خلک مو له خبرو اغېزمن یا قانع شي؟

ویل کېږي چې خلک له خپلو خبرو څخه اغېزمنول یا یې قانع کول یو لوی …