کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بيګ باش: تر زبردستې لوبې وروسته سډني د ميلبورن لوبډلې ته ماتې ورکړه
ظاهر خان

بيګ باش: تر زبردستې لوبې وروسته سډني د ميلبورن لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ميلبورن سټارز او سډني سيکسرز ترمنځ نن په زړه پورې لوبه ترسره شوه، چې د لوبې په وروستيو کې د ١ ويکټې په توپير سډني سيکسرز بريا خپله کړه.

د بيګ باش ليګ ١٥مه لوبه نن په کرارا کې د ميلبورن سټارز او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې سډني سيکسرز پچه وګټله او لومړى يې د ميلبورن سټارز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ميلبورن سټارز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلين ميکسويل د ٥ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٤٧ توپونو ٧١ ناسوځېدلې او نيکولاس پوران د ٨ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٢٦ توپونو ٦٥ منډې وکړې. همدا راز بين ډنک هم ٢٤ منډې وکړې.

د سډني سيکسرز له لوري سټيو اوکيفي ٢، جېسن هولډر، بين دوارشوس او ګوريندر سندهو ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٩٤ منډو هدف د سډني سيکسرز لوبډلې په ١٩.٥ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ١ ويکټې په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري ډينيل هافس د ٧ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٥١ توپونو ٩٦ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز جوش پيليپ ٢٢ او کارلوس بريتويټ ٢١ منډې وکړې.

د ميلبورن سټارز له لوري ليام هيتچر ٣، ناتن کولټر نيل او اډم زمپا ٢-٢، ګلين ميکسويل او بيلي سټانليک ١-١ ويکټ واخيستې. په نننۍ لوبه کې ظاهر خان هم اخيستل شوى و، چې په ٣ اورونو کې يې ٢٣ منډې ورکړې او کومه ويکټ يې وانخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډينيل هافس ترلاسه کړه.

سډني سيکسرز د نننۍ بريا سره په ٣ لوبو کې بريا خپله کړه او د ١٢ نومرو سره د جدول سر ته ورسېده، همدا راز ميلبورن سټارز بيا په ٤ لوبو کې ٢ لوبې ګټلې دي چې د ١٠ نومرو سره په جدول کې څلورمه لوبډله ده.

سبا د دسمبر په ٢٧مه نېټه د بيګ باش ليګ ١٦مه لوبه د بريسبين هيټ او هوبارټ هوريکنز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

کريس ګيل او معين علي

چيناى سوپر کنګز هم لومړۍ بريا خپله کړه

چيناى سوپر کنګز ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه چې د پنجاب کنګز لوبډله يې …